نایجیریا کې د 'بوکو حرام برید' لسګونه کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د دې ډول بریدونو پړه د بوکو حرام پر ډلې اچول کیږي

د نایجیریا سخت دریځې ډلې بوکو حرام ډلې وسله والو د هیواد شمالي ولایت بورنو په بېلابېلو کلیو کې لسګونه کسان وژلي دي.

د دې هیواد د پارلمان یوه غړي بي بي سي ته دا برید تایید کړ، چې په وینا یې په بورنو کې پر یوه کلي سربیره پر پنځو نورو کلیو هم بریدونه شوي.

په همدې حال کې د نایجیریا پوځ د هغو رپوټونو په اړه شک ښوولی چې ګواکې د دوی کسان له وسله والو سره همکاري کوي.

بوکو حرام اورپکې ډلې له ۲۰۰۹ راهیسې ظاهراً د اسلامي حکومت راوستو په پلمه د وینو تویولو او جنګ لاره خپله کړې.

د کامیرون له پولې سره نژدې د اټاګارا کلي اوسیدونکو ویلي، کلي ته د وسله والو په ورتګ له کلیسا سره نژدې راټولېدو امر ورته وشو.

هغوی ته دا وویل شول چې دوی د نایجیریا له پوځ سره اړیکي لري، عیني شاهدان وايي له دې نه وروسته هغوی په ډزو ووژل شول.

د نایجیریا د پارلمان یوه غړي پيټر بییي بي بي سي ته وویل چې په دې سیمه کې دا ډول بېلابېلې پېښې رامنځته شوې او ډېر کورونه یې وران کړي.

د دې ډول بریدونو پړه د بوکو حرام پر هغې ډلې اچول کیږي، چې تېره میاشت يې د ښوونځي تر ۲۰۰ ډېرې نجونې وتښتولې او د خوشي کېدو په مقابل کې یې د خپلو بندي وسله والو د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

له دغو نجونو تر پنځوسو ډېرو د بوکو حرام له منګولو ځانونه خلاص او وتښتېدې.

د بوکو حرام دې کار په کور د ننه او بهر کې د سخت غبرګونونه او نیوکې راوپارولې.

ورته مطالب