اسد د درېیم ځل لپاره د سوریې ولسمشر شو

اسد د انځور حقوق
Image caption د سوریې د ولسمشرۍ دوره اووه کاله ده.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۸۸.۷ سلنې رایو په ګټلو د سوریې ولسمشر اعلان شوی دی.

د ولسمشرۍ دغه ټاکنې یوازې د سوري حکومت تر کنټرول لاندې سیمو او ځینو نورو هېوادونو کې وشوې.

د سوریې د ولسي جرګې مشر محمد جهاد اللحام وویل، اسد په ولسمشریزو ټاکنو کې ۸۸.۷ سلنه رایې ګټلې دي.

اللحام وايي، اسد له ټول ټال رایو لس میلیونه ۳۱۹ زره او ۷۲۳ رایې ګټلې دي.

خو د هغه سیال کاندید ډاکټر حسان عبدالله النوري بیا ۵۰۰ زره او ۲۷۹ رایې خپلې کړې، چې یوازې ۴.۳ سلنه جوړوي.

درېیم کاندید ماهر عبدالحفیظ حجار بیا ایله ۳۷۲ زره او ۳۰۱ رایې ګټلې دي، چې د سلنې کچه یې درې اعشاریه دوو ته رسېږي.

د سوریې د اساسي قانون محکمې په تېرو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۷۳.۴۲ ښوولې ده.

دغه محکمه وايي، چې ۱۱ میلیون او ۶۳۴ زرو رای ورکوونکو په دغو ټاکنو کې ګډون وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې د پارلمان مشر محمد اللحام پر تلوېزیون د تېرو ټاکنو پایلې اعلان کړې.

د محکمې د راپور پربنسټ، ۴۴۲ زره رایې باطلې اعلان شوې، چې ۳.۸ سلنه جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سوریې د ولسمشرۍ ټاکنې "شرموونکې" بللې دي.

سوري کډوال

  • ۲۷ سوه زره ثبت شوي کډوال
  • تر ۷۰ زرو ډېر نوملیکنې ته په انتظار دي
  • تر ۱۰ سوو زرو ډېر لبنان ته کډوال شوي
  • اووه لکه او ۴۳ زره نور ترکیې ته کډوال شوي
  • پنځه لکه او ۹۶ زره اردن ته تللي

د دغو ټاکنو په اړه د سوري حکومت مخالفانو او نړیوالو څارونکو ډېرې نیوکې کړې دي، او یوازې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې یې دغه ټاکنې نامشروع بللې دي.

د سوریې د ولسمشرۍ دوره اووه کاله ده.

د سوري حکومت مخالفان د اسد لیرې کېدل او د لنډمهالي حکومت جوړېدل غواړي.

د سوریې نژدې درې کلنه جګړه کې تر ۱۶۰ زرو ډېر خلک وژل شوي، او نژدې درې میلیونه له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د اسد ملاتړي د هغه تر بریالي اعلانېدا وروسته د دمشق واټونو ته د خوشالیو لپاره راووتل
د انځور حقوق AP
Image caption په روانه اونۍ کې د حلب په ګډون په زیاترو سیمو کې بمبارۍ او بریدونه روان دي

ورته مطالب