کاناډا کې وسلوال کس درې پولیس په ډزو وژلي

د انځور حقوق
Image caption چارواکو خلکو ته خبر ورکړی چې بریدګر کیدای شي په کوم کور کې پټ شوی وي

د کاناډا د برنز ویک ایالت مونګټن ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. پېښې وروسته په سیمه کې یوه شکمن کس پسې پټلنې روانې دي.

پولیس وايي، چې دوی د ۲۴ کلن جسټن بیورک په لټه کې دي او هغه یو خطرناک وسله لرونکی کس دی. پولیسو د یوه شکمن وسلوال کس انځور خپور کړی.

چارواکو خلکو ته خبر ورکړی چې بریدګر کیدای شي په کوم کور کې پټ شوی وي.

یوه پولیس چارواکي اسوشیټیډ پرس خبري اژانس ته ویلي، چې په دوو سیمو کې د لټون تمرکز ډیر دی.

د پولیسو ویاند ویلي، چې دوه ټپیان پولیس یې روغتون ته لیږدولي او د مرګ له خطر نه بهر دي.

پولیس وايي، چې دوی په شدت سره د شکمن کس په لټه کې دي.

د نیو برنزویک مشر ډیوډ الوارډني په یوه وینا کې وویل، د دې پېښې له پېښیدو سره هک پک شو.

هغه وویل، زه د برنز ویک اوسیدونکو ته وایم چې وضعیت په پام کې ونیسي د پولیسو په لار ښوونه عمل وکړئ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د یوه شکمن وسلوال کس انځور خپور کړی

د مونکټن یوه اوسیدونکی سي ټی وی ته وویل، چې دې او د دې میړه د ډزو څلور پنځه غږونه واوریدل.

هیډی جیمز وویل، کله چې دې او د دې میړه له کړکۍ نه یې بهر وکتل نو یو خراب موټر او یو مړی چې په کمپله کې تاو شوی وه ولیده.

یوه بل اوسیدونکي ټورنټو سټا ورځپاڼې ته ویلي، چې هغه د لومړي ډز غږ پر ځايي وخت د ماښام اته بجې واورید.

ورته مطالب