داعش سوریه کې ۱۵ کردي ولسي وګړي وژلي

سوریه د انځور حقوق Reuters
Image caption د ولس د ساتنې پوستو چارواکي وايي، له نصرت جبهې، داعش او نورو اسلامپالو سخت دریځو ډله سره یې په نښتو کې تر اوسه له ۵۰۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د سوریې په شمال ختیځ کې د عراق او شام د اسلامي حکومت اورپکې دلې د اوو ماشومانو په ګډون لږترلږه پنځلس کردي ولسي وګړي وژلي.

دغه برید په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې او کردي وسله والو ترمنځ تر نښتې وروسته دغه ولسي وګړي وژل شوي.

داعش ډلې چې له القاعدې شبکې سره تړاو لري، د سوریې په شمال کې له ډېرو نورو ډلو او حکومتي ځواکونو سره هم نښتې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، د تېرې مې پر نهه ویشتمه، د داعش وسله وال هغه پنځه سړي، درې ښځې او اووه ماشومان ووژل، چې پخپلو ځمکو کې یې کار کاوه.

سرچینه وايي، داعش شاید پر دې نظر وي، چې وژل شوي د یزیدیانو کسان دي.

له دې سیمې یزیدیان وروسته تر هغه وتښتېدل، چې تېر کال یې د داعش جنګیالیو کنټرول ترلاسه کړ.

معلومات ښيي، په ځینو کردي کلیو کې د داعش او ولس د ملاتړو ځینو ډلو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

په سیمه کې د یوه روغتون ډاکټرانو ویلي، دوی ته ۱۵ مړي وروړل شوي، چې زیاتره یې په سر په ګولیو ویشتل شوي.

د ولس د ساتنې پوستو چارواکي وايي، له نصرت جبهې، داعش او نورو اسلامپالو سخت دریځو ډله سره یې په نښتو کې تر اوسه له ۵۰۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.

ورته مطالب