مصر کې د جنسي ځورونې ضد قوانین معرفي شول

Image caption د نوي قانون له مخې د جنسي ځورونې جزا له شپږو میاشتو نیولې تر پنځو کلونو بند ده.

په مصر کې د دې لپاره چې د جنسي ځورونې ستونزه هواره شوې وي نوې جزګانې معرفي شوي دي.

د مصر د موقتي ولسمشر عدلي منصور له خوا د یوه فرمان له مخې له دې وروسته جنسي ځورونه جرم دی او جزا یې تر پنځو کلونو بند ده.

تر اوسه پورې په مصر کې د جنسي ځورونې پرضد داسې کوم قانون نه و.

په ۲۰۱۳ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا په یوې څیړنې کې وویل شول چې له لسو نه نهه مصرۍ ښځې له کوچنۍ جنسي ځورونې نیولې تر جنسي تېري پورې ځورونه تجربه کړې ده.

د بشري حقونو فعالانو په مصر کې دا ستونزه بوږنونکي بللې ده.

په ۲۰۱۱ کال کې په مصر کې د حسن مبارک د رژیم له نسکورېدو وروسته د ښځو د جنسي ځورونې ستونزه پراخه شوې ده.

د نویو قوانینو له مخې جنسي ځورونکو ته به له شپږو میاشتو نیولې تر پنځو کلونو پورې د بند جزا ورکول کېږي.

د هغو کسانو د بند موده به ډېره وي چې په کار ځایونو کې له ځان ټیټ رتبه مامورینې ځوروي او یا هم د وسلې پرمټ جنسي ځورونې کوي.

د ولسمشر عدلي منصور یوه ویاند ویلي چې د ولسمشر د فرمان له مخې که څوک په بیا بیا جنسي ځوروني کوي نو جزا به يې دوه برابره شي او ترڅنګ به یې پنځه زره مصري پونډه جرمانه هم ګالي.

خو د جنسي ځورونې پرضد کمپاین کوونکی فتحي فرید وايي چې د جنسي ځورونې پرضد نوی قانون "بي ګټې" دی ځکه چې د ده په خبره دا قانون قاضي ته واک ورکوي چې مجرم نقدي جرمانه کړي یا هم د بند جزا ورکړي.

دغه راز نوموړی نیوکه کوي چې د جنسي ځورونې له امله ورانکارو ته ټاکلې جزاګانې هم کافي نه دي.

ورته مطالب