"کارګومارونکي دې خپلو کارګرو ته د غرمنۍ دمه ورکړي"

د انځور حقوق
Image caption د کار پر مهال فيزيکي فعاليت او خوځښت د روغتيا لپاره اړين بلل شوی

د يوې څېړنې له موندنو وروسته چې ډېر خلک هره ورځ د غرمنۍ پر مهال هم کار کوي، کارګومارونکي هڅول شوي چې خپلو کارګرو ته دې د خوراک لپاره پوره دمه ورکړي.

د فيزيوتراپۍ يا طبيعي درملنې ټولنې ويلي د فعاليت نشتوالی په ناروغۍ تمامېږي، چې له امله يې کارکوونکي له خپله کاره د ناروغۍ اوږده موده رخصتۍ اخلي.

د ۲۰۰۰ کسانو دغې څېړنې په ډاګه کړې چې د پنځو تنو يوه يې د غرمنۍ پر مهال هم کار کړی دی.

نیمو هغو يې چې بيا له کاره دمه اخيستې، توانېدلي چې غرمنۍ پر خپل مېز وخوري، په پنځو کې يو بهر تللی، او ۳٪ سلنه بيا جېم ته تللي دي.

د فيزيوتراپۍ يا طبيعي درملنې ټولنې پر کارګومارونکو ادارو غږ کړی خپل کارکوونکي دې وهڅوي چې د کاري ورځې پر مهال دې لا ډېر جسمي فعاليت ولري، چې په روغتيايي ستونزو د اخته کېدو خطر ورسره کم کړي.

د کار پر مهال روغتيايي ستونزې، د ورمېږ له درده نيولې د سرطان، د زړه ناروغيو او سکتو خطرناکو ناروغيو پورې په بېلا پېلو بڼو ښوول شوې دي.

يوازې يو پر درې برخه کارکوونکو ويلي چې ادارو يې دې د جسمي تمرين کوم ډول فرصت ورته برابر کړی وي، لکه د جېم ارزانه غړيتوب، د غرمې مهال پرانيستی کلب او يا هم له کار وروسته مهال د جسمي تکړه توب روزنه.

د فيزيوتراپۍ يا طبيعي درملنې ټولنې اجرايوي مشرې کارېن مېډلټن وويل د څېړنې له مخې یې"د پوره وخت کارکوونکو د خپلې کاري اوونۍ خورا ډېره برخه يا په کار کې او يا يې کار ته پر ورتګ او ترې راتګ تېره کړې ده".

دې وويل "د داسې لارو موندل چې د اوونۍ پنځه ځله دې د منځنۍ کچې سخت فيزیکي فعاليت لږ ترلږه ۳۰ دقيقې وخت ځانګړی کړی شي، يوه ننګوونکې خبره ثابته شوې ده."

مېرمن مېډلټن زياته کړه "د دغسې فعاليت نه کولو پايلې کېدی شي ډېرې ويجاړوونکې وي، چې ډېر خلک به ورسره له ناروغيو رنځېږي او له کاره به اوږده موده په کور او بستر وي."

دې وويل "پر بشري تاوان سربېره به، د فعاليت نشتوالي بيه ادار ته هم ګرانه پرېوځي، چې د ناروغيو له امله به کارکوونکي کار ته نه ځي او توليد به ورسره ټيټېږي."

دغه څېړنه د فيزيوتراپۍ يا طبيعي درملنې ټولنې او د روغتيا بيمې کولو ادارې اويوا لپاره ترسره شوې وه.

ورته مطالب