شاه رخ خان د خپلې لوبډلې سندره بدلول غواړي

د انځور حقوق KKR Official Page
Image caption کولکته کې خلکو د دغې بریا له کبله شاه رخ خان د نڅا او خندا په حال کې ولید.

د شاه رخ خان لوبډلې کولکته نایټ رایډرز دا وروستیو کې دویم ځلې د ای پي ایل سیالیو بریا تر لاسه کړه.

کولکته کې خلکو د دغې بریا له کبله شاه رخ خان د نڅا او خندا په حال کې ولید، خو شاه رخ خان ډاډه نه دی.

نوموړی اصلاً د خپلې لوبډلې له تهیم سندرې’كوربو لوربو جيتبو رې‘ خوښ نه دی او غواړي دغه سندره بدله کړي.

د لوبې له ګټلو وروسته نوموړي خپل ملګري او میوزک جوړونکي شېکهر ته په ټویټر پیغام کې لیکلي و:

' اوس د دغې سندرې بدلولو وخت رارسېدلی دی.'

د دغې سندرې لپاره موسیقي وشال شېکهر ترتیب کړې وه.

شېکهر هم دا مني او وايي، شاه رخ خان اوس د خپلې لوبډلې لپاره نوې سندره غواړي، چې پکې جوش ډېر او د بنګالي کلتور برالا څرګندونه شوې وي.

د انځور حقوق subi samuel
Image caption میګناګلزار د دغه فلم په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بل لور ته د نوي ډیلي څنډو کې مشهور آروشي وژنې پېښې په اړه د مشهور لیکوال، فلم جوړونکي او شاعر ګلزار لور میګناګلزار د فلم جوړولو چمتووالی بشپړ کړی دی.

د فلم نوم تلوار ( توره ) وړاندیز شوی، چې د آروشي د نوم یوه برخه هم ده.

ویل کېږي، چې دغه نوم ګلزار وړاندیز کړی دی. فلم کې د ګلزار خوښې وړ لوبغاړې تبو رول لري او ورسره عرفان هم دغه فلم کې رول لوبوي.

میګنا تراوسه د دغه فلم په اړه څه نه دي ویلي، خو عرفان له یوې ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، چې پر 'تلوار' فلم کار پیل شوی دی.

ورته مطالب