څارګره اداره، سي ای اې اوس په ټویټر کې هم شته

د انځور حقوق
Image caption سي ای اې په خپل لومړي پیغام کې د ټوکو ټکالو انداز خپل کړی.

د امریکا څارګرې ادارې، سي ای اې پر مایکرو بلاګنګ ویبسایټ ټویټر خپل اکاونټ پرانیستی او په لومړي ټویټ کې یې د ټوکو ټکالو انداز خپل کړی.

په هغه ټویټر پیغام کې، چې له CIA@ ټویټر هینډل نه استول شوی، لیکل شوي دي، موږ دا نه تاییدوو او نه یې هم ردوو، چې دا زموږ لومړنی ټویټر پیغام دی.

د جمعې په ورځ د دغه اکاونټ له پیله وروسته د فالوورز شمېر دوه لکه لس زرو کسانو نه واوښت.

په لومړي سر کې ټویټر کاروونکو داسې شکونه هم څرګند کړل، چې ایا دا د سي ای اې اکاونټ دی او که نه.

خو وروسته دا موضوع هغه مهال له شکه ووته، چې څارګرې ادارې په یوه رسنیز پیغام کې وویل، پر فېسبوک او ټویټر دواړو سایټونو کې یې ځای نیولی دی.

د ایسوشيټډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، سي ای اې د ټویټر هینډل هم د هغه سړي خلاف ټویټر ته له غوښتنې سپارلو وروسته تر لاسه کړ، چې د دغې ادارې نوم یې پر ټویټر کاراوه.

پر ټویټر د سي ای اې له څرګندېدو وروسته د کارونکو له لوري هم ډول ډول پیغامونه خپاره شول.

د ایسوشيټډ پریس په رپوټ کې راغلي، پر ټویټر د سي ای اې راتګ یو شمېر کسانو د ټولیزو رسنیو لپاره د بدې ورځې په توګه یاد کړی.

د برېښنايي خلوت لپاره فعال کارکونکي پارکر هیګنز په ټویټر پیغام کې لیکلي:

' خلک وايي، فېسبوک هغه ورځ بې خونده شي، چې خپله انا پکې ووینو، زه نه پوهيږم پر ټویټر د سي ای اې راتګ ته څه نوم ورکړم؟'

ورته مطالب