هغه لس خبرې چې موږ ته نه وې معلومې

Image caption شینیلي خوړونکی ځناور کوالا له ګرمۍ نه د ځان ژغورنې لپاره له ونو سره ځان نښلوي

۱- د مېرمنو په نامه نومول شوي توپانونه د نارینه وو په نومونو د نومول شویو توپانو پرتله ډېر ورانکاري دي.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ ۲- د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي د واکمنۍ پر مهال دولتي الوتکو کې کافي او آیسکریمونه تل موجود وو.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ ۳- د انګلستان فوټبال لوبډلې ډېری لوبغاړو چې په نړیوال جام سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، سندرغاړی مورسي نه پېژانده.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ ۴- شینیلي خوړونکی ځناور کولی شي له ګرمۍ نه د ځان ژغورنې لپاره له ونو سره ځان نښلوي.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ ۵- د امریکايي لیکوال جې ډي سالینجر د کتابونو خپروونکی د لیکوال مینه والو ته د لیکونو ځواب کې هغه لیکنه لېږله، چې ۱۹۶۳ کې لیکل شوې وه.

د انځور حقوق bbc
Image caption د برتانویانو د پښو په کچه کې لوی والی راغلی

دغه لیکنه کې د لیکوال ته لیکل شوي چې: ''همدا اوس ډي جې سالینجر ته د لیک لیکولو له کبله مننه، کېدای شي تاسې ته معلومه وي، چې نوموړی لیکونه اخیستل نه خوښوي، ځکه موږ نه شو کولای ستاسې مینه ناک لیکونه هغه ته ورسوو. موږ له تاسې نه ځکه مننه کوو، چې د ښاغلي سلینجر کتابونه مو خوښ دي''.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ ۶-وږي کسان چاغې مېرمنې خوښوي، خو د خوړو له خوړلو وروسته یې دا لېوالتیا له منځه ځي.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ

۷- څیړونکي وايي، د برتانویانو د پښو په کچه کې لوی والی راغلی او په تېرو ۴۰ کلونو کې د بوټونو په اندازه کې تر دوو کچو لوی والی راغلی دی.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ ۸- برتانوي هوايي شرکت برټش ایرویز الوتکو کې مړو مسافرو ته عینکې، شراب او د ورځپاڼې ګڼه ورکوي. دوی دا هر څه د دې لپاره کوي چې د مړو کسانو له شته والي نور مسافر خبر نه شي.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ

۹- د برتانیا شاهي کورنۍ شهزاده وېلیم د برتانوي راک موسیقۍ ډلې کولډ پلې مینه وال دی.

۱۰- د امریکا رګبي لوبغاړی جان ویکیسن د ماضي اسم فعل (( dropped goal) نه خوښيده، نو هغه په خپله ژوندلیک کې په (( dropped goal) بدل کړی.

د زياتو معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ

ورته مطالب