عراق: بغداد کې بمي چاودنو ۵۰ کسان وژلي

د انځور حقوق Anbar University
Image caption انبار ایالت په عراق کې د روان تاوتریخوالي مرکز دی.

د عراق پلازمېنه بغداد کې پرله پسې چاودنو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د شنبې په ماښام د بغداد بېلو سیمو کې د یوه ساعت اوږدو کې لږ تر لږه اته بمي چاودنې وشوې، چې پکې ډېری شیعه مېشتې سیمې په نښه شوې.

له دې مخکې د ورځې اوږدو کې وسله والو الانبار کې پر یوه پوهنتون برید وکړ او لسګونه محصلین یې یرغمل ونیول.

بل لور ته موصل کې د جمعې په ورځ بریدونو کې لسګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو په وینا تېر کال ۸۰۰۰ کسان وژل شوي، چې دا شمېر له ۲۰۰۷ وروسته تر ټولو ډېر دی.

عراق حکومت د تاوتریخوالي پېښو پړه پر سني وسله والو اچوي، چې وايي په ګاونډي هېواد سوریې کې له روانې جګړې سر تړاو لري.

خو نیوکه کونکي وايي، د نوري المالکي شیعه اکثریت حکومت د دې مسوول دی.

د بغداد په البیاع سیمه کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه متضاد رپوټونه ورکړل شوي.

د انځور حقوق .
Image caption وسله والو الانبار کې پر یوه پوهنتون برید وکړ او لسګونه محصلین یې یرغمل ونیول.

د رویټرز خبري اژانس په وینا پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. وژل شوي کسان ډېری ځوانان دي، چې په لوبه بوخت وو، خو د ایسوشیټیډ پریس په رپوټ کې د وژل شویو کسانو شمېر نهه کسان ښودل شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د شنبې په ورځ له القاعده نه جلا شوې ډلې ای ایس ای ایس سخت دریځو الانبار ایالت کې پر رمادي پوهنتون برید وکړ.

دوی هلته وسله والو تر څو ساعتونو پورې یو شمېر محصلین یرغمل نیولي وو.

ویل کېږي، چې برید کې دوه ساتونکي وژل شوي، خو له یوه روغتونه په رپوټونو کې ویل شوي، چې هلته د یوه محصل او یوه پولیس مړي وروړل شوي دي.

بل لور ته د ایالتي شورا غړی صباح کرهوت وايي: دغه برید په سوله ییز ډول پای ته ورسېد او هېڅ کوم محصل ته زیان نه دی پکې اوښتی.

انبار ایالت په عراق کې د روان تاوتریخوالي مرکز دی، دغه ځای کې د رمادي په شمول یو شمېر سیمې د وسله والو تر کنترول لاندې دي.

د جمعې په ورځ مول کې د سني یاغیانو او حکومتي پوځ تر منځ نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.

موصل کې جګړه د شنبې تر ورځې روانه وه، چې پکې لږ تر لږه ۵۹ کسان ووژل شول.

ورته مطالب