عبدالفتاح السیسي د مصر ولسمشر په توګه لوړه وکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د رسمي شمېرو له مخې ۶۹ کلن السیسي په ټاکنو کې ۹۶ اعشاریه نهه سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

مصر کې د دغه هېواد پخواني پوځي مشر عبدالفتاح السیسي د یکشنبې په ورځ د خپل هېواد د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړي دمې میاشتې وروستیو ټاکنو کې یو اړخیزه بریا تر لاسه کړه.

د نوموړي د لوړې مراسیمو سره په ورته مهال د پلازمېنې قاهرې په بېلو سیمو کې کلک امنیتي تدبیرونه لیدل کېږي.

د لوړې مراسیم د مصر په ستره محکمه کې ترسره شوو. متقاعد جنرال السیسي پروسږ کال جولای کې ټاکل شوی ولسمشر محمدمرسي د هغه پر ضد له احتجاجونو وروسته لرې کړ.

له هغه راهیسې نوموړي د محمد مرسي له ګوند، اخوان المسلمین سره ډغرې وهي.

د مرسي ګوند د اوسنیو ټاکنو سره پرېکون اعلان کړی و. مصر کې د ۲۰۱۱ کال اپریل کې د ځوانانو پاڅون رضاکارو تر څنګ لبرال او سیکولر رضاکارانو هم د مې ۲۶ – ۲۸ ټاکنو سره پرېکون وکړ. دغو ځوانو رضا کارو د ۲۰۱۱ په پاڅون کې خورا مهم رول درلود، ځکه دوی د ولسي تحریک له لارې حسني مبارک اړ کړ، چې حکومت پرېږدي.

دوی پر مدني حقونو د بندیزونو لګولو له کبله د احتجاج په توګه له ټاکنو سره پرېکون کړی.

د رسمي شمېرو له مخې ۶۹ کلن السیسي په دغو ټاکنو کې ۹۶ اعشاریه نهه سلنه رایې ترلاسه کړې دي او د هغه یوازیني سیال حمدین صباحي وتوانېد یوازې ۳ اعشاریه ۱ سلنه رایې خپلې کړي.

په ټاکنو کې د برخه اخیستونکو ونډه له ۵۰ سلنې لږ وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption متقاعد جنرال السیسي پروسږ کال جولای کې ټاکل شوی ولسمشر محمدمرسي د هغه پر ضد له احتجاجونو وروسته لرې کړ.

د مصر له پلازمېنې قاهرې نه د بي بي سي اورلاګیورن وايي له دې سره به هم د قاهرې په تاریخي تحریر څلور لارې کې د نوموړي بریا لمانځونکو ډلې یو ځای شي.

زموږ خبریاله وايي، نوموړي ته یو داسې هېواد پاتې دی، چې حالت یې ډېر ښه نه دی. کارپوهان وايي، که السیسي په یوه دوو کلونو کې د هېواد لپاره څه ونه کړي، احتمال شته، چې د ده پر ضد هم ولسي پاڅون وشي، چې له ده نه مخکنیو کسانو پر ضد شوی دی.

له ټاکنو وروسته په یوه تلویزیوني وینا کې السیسي وویل، نوموړی ازادي او ټولنیز انصاف غواړي.

د یادونې ده، چې دغه وینا کې د ۲۰۱۱ کال انقلاب ازانګه اورېدله کېږي.

ماهرین وايي، د نوموړي پر وړاندې ډېر ګواښونه شته.

Image caption عبدالفتاح السیسي ته یو داسې هېواد پاتې دی، چې حالت یې ډېر ښه نه دی.

نوموړی باید اقتصاد ته وده ورکړي، د بیوزلۍ کچه ټیټه کړي او د نورو سیاسي بحرانونو مخه ونیسي.

السیسي په یوه داسې هېواد کې د امنیت ټینګولو ژمنه کوي، چې پکې اسلامپالو د تېرو ۱۱ میاشتو مودې کې د امنیتي ځواکونو سلګونه سرتېري وژلي دي.

وسله والو د محمدمرسي پر ګوند د بندیزونو له لګول کېدو وروسته فعالیتونه ډېر کړي دي.

د حکومت په ځوابي فعالیتونو کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۶۰۰۰ پورې نور زنداني شوي دي.

شنونکي ویره څرګندوي، چې عبدالفتاح السیسي به خپلو مخالفانو سره کوم نرمښت و نه ښيي.

ورته مطالب