نواب خیر بخش مري په روغتون کې بستري شوی

د انځور حقوق
Image caption اویایمو کلونو کې نوموړی د حکومت پر ضد د مبارزې اعلان وکړ او له خپلې قبیلې سره افغانستان ته کډوال شو.

د بلوچستان سپین ږیری سیاسي مشر نواب خیربخش مري د ناروغۍ له کبله د کراچۍ په یوه روغتون کې بستري شوی دی.

نوموړی له یوې میاشتې راهیسې کراچۍ کې د خپلې لور کره استوګن و. هغه د کراچۍ په یوه شخصي روغتون کې بستري شوی دی.

د نوموړي یوه نژدې ملګري په وینا هڅه کېږي، چې خیر بخش مري د درملنې لپاره بهر ته واستول شي.

د نوموړي مشر زوی او د بلوچستان ایالتي وزیر جنګیز مري د دغې چارې لپاره هلې ځلې کوي. ن

واب خیر بخش مري له سیاسته لاس اخیستي او له رسنیو سره هم ډېرې لږ مرکې کوي.

وروستی ځل نوموړی هغه مهال رسنیو کې ولیدل شو، چې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بینظیر بوټو د هغه د زوی بالاچ مري د مړینې پر مهال د خواخوږۍ څرګندولو په موخه د ده کور ته ورغلې وه.

د نواب خیربخش مري درې زامن، حربیارمري، ګزین مري او مهران مري بهر مېشت دي.

یو زوی یې ګزین مري د واکمن مسلم لیګ نون ګوند فعال غړی دی، چې په اړه یې نواب خیربخش مري وايي د جایداد وارث یې دی، خو سیاسي وارث یې نه دی.

خیربخش مري د مارکسستي افکارو څښتن دی او د نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر و. د ۱۹۷۰ کال ټاکنو کې یې ایالتي او فدرالي اسامبلیو ته لاره وموندله، چې وروسته له فدرالي څوکۍ لاس پر سر شو.

له هغو ټاکنو وروسته د خیربخش مري سیاسي ملګري غوث بخش بزنجو والي او سردار عطااللہ مینګل مشر وزیر وټاکل شول، خو دوه کاله وروسته یې حکومت نسکور او په نېشنل عوامي ګوند بندیز ولګېد.

هغه مهال د خیربخش مري په شمول د ( نېپ ) مشران ونیول شول.

د حکومت پر ضد د مشهور حیدارباد قضیې کې له خوشي کېدو وروسته نوموړي د حکومت پر ضد د مبارزې اعلان وکړ او له خپلې قبیلې سره افغانستان ته کډوال شو.

وروسته پاکستان کې د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال نوموړی بېرته خپل ټاټوبي ته ستون شو، خو له عملي سیاسته لاس پر سر شو.

ورته مطالب