بلوچستان کې ځانمرګي برید ۲۴ شیعه ګان وژلي

د انځور حقوق
Image caption د روان ۲۰۱۴ جنورۍ پر ۲۱، هم پاکستان کې د شیعه ګانو پر یوه بس چاودندې لږترلږه ۲۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستان بلوچستان ایالت تفتان سیمه کې ځانمرګي برید او چاودنو لږترلږه ۲۴ شیعه زیارت کوونکي وژلي دي.

د صوبايي حکومت ویاند جان بلیدي بي بي سي ته ویلي، حکومت د وژل شویو او مړو لېږدولو ته درې چورلکې استولې دي.

دی وايي، د تازه معلوماتو پربنسټ، اوس دوې الوتکې تفتان ته رسېدلې دي.

په برید کې ۱۴ شیعه ګان ټپیان شوي هم دي.

جان بلیدي وايي، په وژل شوو کې د کوټې شیعه زیارت کوونکي هم دي، خو ۲۰ وژل شوي د خیبر پښتونخا د کوهاټ اوسېدونکي دي.

دغه برید د ایران پولې ته څېرمه تفتان کې د یکشنبې په ورځ هغه مهال وشو، چې ۳۰۰ پاکستاني شیعه زیارت کوونکي په دوو هوټلونو کې دېره شوي وو.

برید د ماخوستن پر نهو بجو هوټل ته د یوه ځانمرګي برید کوونکي په ننوتلو او ځان چوولو ترسره شوی دی.

که څه هم ساتونکو پر برید کوونکو ډزې کړې یو بریدګر وژل شوی، خو دویم یې ځان چوولی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، په لومړي برید کې یو کس وژل شوی، خو دویم ځانوژونکي بیا په هوتل کې د ننه ځان چوولی او ۲۲ کسان یې وژلي.

ویل کېږي، دغه شیعه زیارت کوونکي له ایران نه د ستنېدو په حال کې وو.

تر اوسه ددغو بریدونو پړه چا نه ده منلې.

په وروستیو کلونو کې، د پاکستان پر شیعه وګړو ډېر بریدونه شوي.

د روان ۲۰۱۴ جنورۍ پر ۲۱، هم پاکستان کې د شیعه ګانو پر یوه بس چاودندې لږترلږه ۲۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

ورته مطالب