نایجریا کې 'اورپکو'۲۰ ښځې تښتولې

بوکو حرام د انځور حقوق AFP
Image caption بوکو حرام اورپکې ډلې په ۲۰۰۹ کال د نایجریا د حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړه

د نایجریا په شمال کې عیني شاهدان وايي، په وسلو سمبالو کسانو لږترلږه ۲۰ ښځې تښتولې دي.

ویل کېږي، دغه ښځې هغې سیمې ته څېرمه تښتول شوې، چې په تېر اپریل کې بوکو حرام اورپکې ډلې تر دوو سوو ډېرې نجونې وتښتولې.

د تازه تښتونو شک هم پر بوکو حرام اورپکې ډلې شوی دی.

عیني شاهدان وايي، په وسلو سمبالو کسانو په زور د بورنو ولایت تلاشي ته څېرمه ښځې موټرو ته وخېژولې.

د ښځو پر تښتونې نړیوالو سخت غبرګونونه ښوولي دي.

د نایجریا پر حکومت هم کلکې نیوکې شوې، چې د تښتول شویو ښځو او نجونو د خلاصون لپاره له زړه کار نه کوي.

ځايي خلک وايي، که څه هم د نایجریا په شمال ختیځ کې بېړنی وضعیت اعلان شوی، خو بیا هم هلته د پوځ شتون کمزوری ښکاري، چې له کبله یې بوکو حرام اورپکه ډله هلته په ډاډه زړه فعالیت او تګ راتګ کولی شي.

بوکو حرام اورپکې ډلې په ۲۰۰۹ کال د نایجریا د حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړه، چې ظاهراً یې هدف د اسلامي حکومت جوړول دي.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې، د حکومت او بوکو حرام ډلې په بریدونو کې زرګونه ولسي وګړي وژل شوي.

بوکو حرام څوک دي؟

  • په ۲۰۰۲ کال یې بنسټ اېښودل شوی
  • تر ډېره د لوېدیځ ضد تعلیم مخالفان دي، (بوکو حرام) یعنې لوېديځ تعلیم حرام دی، جنګیالي یې تر ډېره په (هوسا) ژبه غږېږي
  • دغې ډلې په ۲۰۰۹ کال د اسلامي حکومت جوړولو په پلمه د حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړه
  • په ۲۰۱۳ کال د امریکا د ترهګرو په لست کې راغله

ورته مطالب