اقتصادي کړکېچ ۱۰ زره خلک ځانوژنې ته اړ کړي

د انځور حقوق .
Image caption په څېړنه کې دا هم راغلي، له دندو ګوښه کېدل یا د پورونو زیاتېدل تر ډېره ځینې خلک ځانوژنې ته ورټېل وهلي دي.

د برتانوي څېړونو د څېړنې پربنسټ، په اروپا او شمالي امریکا کې د اقتصادي کړکېچ له کبله د ځانوژنې پېښې تر ۱۰ زرو ډېرې شوې دي.

د برتانیا ارواپوهنې میاشتنۍ کې خپرې شوې څېړنې ښوولې، چې د ځانوژونې ځینې حالات هغه مهال کنټرولېدی شي، چې زیانمن کس ته لازمه اروايي لارښوونه او ډاډ ورکړل شي.

څېړنیزه ډله وايي، د څېړنې پایلو یې وښوده، چې پر اروايي ناروغیو اخته کسان باید سم وساتل شي.

دغه څېړنه د آکسفورډ پوهنتون او د لندن د روغتیا او طب پوهنتون له لوري په امریکا، کاناډا او د اروپايي اتحادیې اړوندو۲۴ هېوادونو کې ترسره شوې ده.

په څېړنه کې ویل شوي، د ۲۰۰۷ په پرتله په اروپا کې د ځانوژنې پېښې کمې وې، خو په ۲۰۰۹ کال کې یې کچه ۶.۵ سلنه ډېره شوه.

خو په ۲۰۱۱ کال بیا دا کچه نوره هم لوړه شوه.

څېړنیز ډلې ویلي، یوازې په اروپا کې د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت او کړکېچ له کبله د ځانوژونو ۷۹۵۰ پېښې ثبت شوې دي، خو په کاناډا کې دا کچه نسبتاً ټيټه ده، خو په ۲۰۰۹ کال د اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو له کبله په دې هیواد کې د ځانوژنې ۲۴۰ پېښې وې، چې د تېرو کلونو په پرتله یې شمېر ډېر ښودل شوی و.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د اقتصادي کړکېچ پرمهال د ځانوژونې د پېښو شمېر ۴۷۵۰ ته رسېدلی و.

په څېړنه کې دا هم راغلي، له دندو ګوښه کېدل یا د پورونو زیاتېدل تر ډېره ځینې خلک ځانوژنې ته ورټېل وهلي دي.

څېړنه وايي، سویډن، فنلنډ او اتریش بیا په اروپا کې د اقتصادي کړکېچ په اوږدو کې د ځانوژنې د پدیدو له ډېروالي خوندي پاتې شوي دي.

د آکسفورډ پوهنتون څېړونکی ډاکټر آرون ریفیز وايي "داسې ډېرې ثبوتونه شته چې د اقتصادي کړکېچ پرمهال ځانوژنې ډېرې شوې دي، خو د اتریش، سویډن او فنلنډ په څېر ځینې هېوادونه په تصادفي ډول که څه هم اقتصادي کړکېچ وځپل، خو د ځانووژنې پېښې پکې کمې وې".

ریفیز وايي "شاید لامل یې دا وي چې په دې درو هېوادونو کې د اروايي ناروغانو سمه درملنه کېده او اقتصادي کړکېچ ځپلو ته سمې لارښوونې کېدې".