''ايران دې د ۳۳ سني مذهبو اعدامول ودروي''

Image caption دغه ۳۳ کسان وايي د نيول کېدو لامل يې مذهبي عقيده ده

د بشري حقونو د څار سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څو نورو بنسټونو په يوه اعلاميه کې د ایران له حکومته غوښتي، چې د اهل سنت ۳۳ زندانيانو اعدام ودروي.

د دغې اعلاميې له مخې د اعدام له سزا سره د مخامخو کسانو جرمونه د نظام پر ضد تبليغات او پر ځمکه د فساد خورول او جنګ ښوول شوي دي.

اعلاميه چې د پنجشنبې پر ورځ خپره شوه په کې راغلي د دغو ۳۳ کسانو ډېری په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د ايران په کردستان کې نيول شوي دی.

اعلاميه کاږي له سزا سره مخامخ کسان له محاکمې وړاندې په مياشتو مياشتو په انفرادي خونو کې او مدافع ته له لاسرسي پرته ساتل کېدل او ښايي ځورول شوي وي.

د دوی د دوسيو په اړه په دغه اعلاميه کې راغلي: ''د اعدام له سزا سره د مخامخ کسانو ۳۰ کسه يې د تهران د انقلابي محکمې په ۲۸ څانګو کې محاکمه شوي. د دوی يو تن د دغې محکمې په ۱۵مه څانګه او بل يې د سنندج ښار يوه محکمه کې محاکمه شوی''.

د اعلاميې چمتو کوونکي بشري بنسټونه وايي د دوی له لوري راټول شوي معلومات ښيي، چې اعدام سره مخامخ کسان په وسلوالو کړنو کې خپل هر ډول ګډون ردوي.

دغه کسان وايي د نيول کېدو لامل يې مذهبي عقيده ده او دا چې د اهل سنت په ناستو کې يې ګډون کړی دی.

په ايران کې د اهل سنت پيروان په لږکيو کې راځي چې ډېری د کردستان او کرمانشاه او دغه راز د هېواد په سويل ختيځ کې د سيستان بلوچستان ولايت کې ژوند کوي.

د ايراق قضايي قوې تر اوسه د دغو کسانو د اعدام په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو ايراني چارواکو بيا بيا ادعا کړې چې په ايران کې سياسي بنديان نه شته او څوک د سياسي عقيدې له مخې په دار نه ځړول کېږي.

خو د بښنې نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ ايران په نړۍ کې د اعدام تر ټولو لوړه شمېره لري، او ډېری يې هغه کسان بلل کېږي، چې د نشه يي توکو کاروبار کوي.

ورته مطالب