اوباما:‌ داعش امریکايي ګټو ته لوی خطر دی

اوباما: د انځور حقوق AP
Image caption اوباما:‌ که عراقي چارواکي توکمیز اختلافات پرېږدي،‌ مرسته به ورسره وکړو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په عراق کې سخت دریځې اسلامپاله داعش ډله نه یوازې د عراق لپاره خطر دی، بلکې د امریکايي ګټو لپاره هم لوی ګواښ ګڼل کېږي.‌

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په عراق کې د داعش ډله نه یوازې عراق ته خطر جوړوي، بلکې د امریکايي ګټو پورړاندې هم لوی ګواښ دی.‌

نوموړي له عراق سره له روانې لانجې د وتلو لپاره د شرط په توګه وویل، چې عراقي چارواکي باید توکمیز اختلافات پرېږدي.

"وسلې راخیستل"

بل خوا، د عراقي حکومت ملاتړو ملېشو هم سامراء ښار ته څېرمه خپل مورچل ټینګ کړي، چې د شمال له خوا د وسله والو د بریدونو څپې ودروي.

رپوټونه وايي، لومړي وزیر نوري المالکي سامراء ته تللی او هلته یې امنیتي غونډه هم کړې ده.

سامراء له پلازمېنې بغداد نه نژدې ۱۰۰ کیلومتره لیرې هغه شمالي ښار دی، که چېرې یې یاغیان ونیسي، نورې شمالي سیمې ترې په اسانۍ نیولی شي.

اوباما څو ساعته وروسته تر هغه څرګندونې کړې،‌چې د عراقي شیعه ګانو یوه مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني پر عراقیانو د داعش پرضد د وسلې راخیستو غوښتنه کړې.‌

په عراق کې د بي بي سي خبریال وايي، د داعش پرضد زرګونه شیعه ګان مسلح شوي دي.‌

"انقلابي ګاردان"

پرهمدې مهال د امریکا ادارې دا رد کړې ده،‌چې ګني له ایران سره په عراق کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي موږ له ایرانیانو سره د عراق په اړه نه غږېږو،‌ په عام دول مو د عراق د ګاونډیانو په اړه خبرې وکړې،‌ چې ایران هم پکې راځي، له دوی مو وغوښتل چې د کړکېچ ختمولو کې همکاري وکړي، نه دا چې هلته د توکمیز او قومي تاوتریخوالي لپاره خلک ولمسوي،‌

د ایران ولسمشر حسن روحاني له عراقي لومړي وزیر نوري المالکي سره پر تیلېفوني خبرو کې ویلي، ایران به د ترهګرۍ ملاتړو ته اجازه ورنه کړي چې د عراق امنیت بې ثباته کړي.‌ وال سټریټ ژورنال او سي این این امریکايي شبکو د ځینو سرچینو په حواله ویلي، ایران عملاً‌د انقلابي ګاردانو یوه ډله د عراقي حکومت د ملاتړ لپاره بغداد ته استولې ده،‌خو دواړه حکومتونه د دې معاملې په اړه چوپه خوله پاتې دي.‌

"ډله ییز اعدام"

بل خوا،‌ په عراق کې امنیتي تدابیر ډېر ټینګ شوي، او حکومت پلوې ملېشې هم راوتلې، دي.‌

رپوټونه وايي د عراق لومړي وزیر نوري المالکي سامراء ښار ته تللی او هلته یې امنیتي غونډه کړې ده.‌ بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازې ناوي پیلای د قانون خلاف په عراق کې د ډله ییزو اعدامونو خبره کړې ده.‌

دا وايي دا اعدامونه د عراق پر ځینو سیمو د سخت دریځو وسله والو د ولکې تر ټینګولو سم لاسي وروسته شوي دي.‌ پیلای زیاتوي، هغه کسان چې په تېرو څو ورځو کې وژل شوي،‌شمېر یې سلګونه ته رسېږي

له تکریت او سامراء ښارونو د ناامنیو له کبله نژدې ۴۰ زره کورنۍ تښتېدلې دي.،‌خو له موصل نه بیا نژدې نیم میلیون وګړي وتلي دي.

ورته مطالب