بېلتون پالو اوکراین کې حکومتي پوځي الوتکه غورځولې

د انځور حقوق Reuters
Image caption الوتکې پوځي توکي او پوځيان لېږدول.

د اوکراین د دفاع وزارت ویلي،‌ د هېواد په ختیځ‌ کې لوهانسک ښار ته څېرمه بېلتون پالو د حکومت یوه پوځي الوتکه راغورځولې ده،‌ چې لږترلږه ۴۹ پوځيان پکې سپاره او پوځّي توکي پکې بار وو.‌

د اوکراین د دفاع وزارت وايي، بېلتون پالو د هېواد په ختیځ کې یوه پوځي الوتکه راغورځولې ده.

سرچینه زیاتوي، دغه پوځي حکومتي الوتکه د هېواد په ختیځ کې لوهانسک ښار ته څېرمه راغورځول شوې ده،‌چې ۴۹ پوځيان پکې سپاره وو.‌

په الوتکه کې نور پوځي توکي هم بار وو.‌

دفاع وزارت د الوتکې د‌ ځینو سپرلیو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی، خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د بېلتون پالو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلشوي، چې د الیونشن ۷۶ ډوله الوتکه یې ویشتلې ده.‌

دوی وايي، الوتکه یې لوهانسک ښار ته څېرمه د کښېناستو پرمهال په نښه کړې ده.‌

الوتکې پوځي توکي او پوځيان لېږدول.

د دفاع وزارت وايي، ترهګرو په لوهانسک هوايي ډګر پر الوتکې برید کړی دی.‌

دغه وزارت پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته غمرازي ښوولې ده، خو د وژل شویو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی،‌ خو رویټرز خبري اژانس ته پوځي ویاند ولادیسلاف سیلزینوف ویلي په الوتکه کې ۴۹ سپاره کسان وژل شوي.‌

دا پېښه یوه اونۍ وروسته تر هغه وشوه،‌ چې روسي پلوو وسله والو پر اوکراییني ځواکونو په لوهانسک نړیوال ډګر بریدونه وکړل.‌

ورته مطالب