روحاني: عراق سره مرستې ته چمتو يو

Image caption ښاغلي روحاني دا و نه منله چې گواکې ايران د عراقي ځواکونو دفاعي تدابيرو پياوړي کولو لپاره هغه هېواد ته ځواکونه استولي دي

د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي هېواد يې چمتو دى چې له تندلارو سني مذهبو اورپکو سره په جگړه کې له عراقي حکومت سره مرسته وکړي.

خو ښاغلي روحاني دا و نه منله چې گواکې ايران د عراقي ځواکونو دفاعي تدابيرو پياوړي کولو لپاره هغه هېواد ته ځواکونه استولي دي.

ايران د عراق له مشرتابه سره چې شيعه گان په کې برلاسي دي او د صدام حسين د واکمنۍ له پرځېدو وروسته واک ته رسېدلى ډېر نژدې دى.

ښاغلي روحاني د نوموړي د ولسمشرۍ لومړۍ کليزې په وياړ جوړې شوې خبري غونډې ته وويل "که د عراق حکومت له موږ نه د مرستې غوښتنه وکړي نو موږ به له ترهگرۍ سره د جگړې په برخه کې هغه مرستې برابرې کړو چې د عراق ولس يې غوښتونکى دى."

خو د ايران ولسمشر په ډاگه کړه چې په جگړه کې د ايراني سرتيرو پر ښکلېدا خبرې نه دي شوي او د نوموړي په وينا، د مرستو برابرول او په عملياتو کې گډون دوه بېلې خبرې دي.

ښاغلي روحاني د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د عراق حکومت لا د مرستې غوښتنه نه ده کړې.

د ايران ولسمشر په عراق کې ل تندلارو سره د جگړې په برخه کې د خپل هېواد له دوديز غليم امريکا سره هم د همکارۍ شونتيا رد نه کړه.

هغه وويل "که امريکا په عراق او يا په کوم بل ځاى کې د ترهگرو په وړاندې گام پورته کوي نو موږ ور سره پر همکارۍ فکر کولاى شو."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په عراق کې سخت دریځې اسلامپاله داعش ډله نه یوازې د عراق لپاره خطر دی، بلکې د امریکايي ګټو لپاره هم لوی ګواښ ګڼل کېږي.‌

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په عراق کې د داعش ډله نه یوازې عراق ته خطر جوړوي، بلکې د امریکايي ګټو پورړاندې هم لوی ګواښ دی.‌

نوموړي له عراق سره له روانې لانجې د وتلو لپاره د شرط په توګه وویل، چې عراقي چارواکي باید توکمیز اختلافات پرېږدي.

"وسلې راخیستل"

بل خوا، د عراقي حکومت ملاتړو ملېشو هم سامراء ښار ته څېرمه خپل مورچل ټینګ کړي، چې د شمال له خوا د وسله والو د بریدونو څپې ودروي.

رپوټونه وايي، لومړي وزیر نوري المالکي سامراء ته تللی او هلته یې امنیتي غونډه هم کړې ده.

سامراء له پلازمېنې بغداد نه نژدې ۱۰۰ کیلومتره لیرې هغه شمالي ښار دی، که چېرې یې یاغیان ونیسي، نورې شمالي سیمې ترې په اسانۍ نیولی شي.

اوباما څو ساعته وروسته تر هغه څرګندونې کړې،‌چې د عراقي شیعه ګانو یوه مذهبي مشرایت الله علي سیستانيپر عراقیانو د داعش پرضد د وسلې راخیستو غوښتنه کړې.‌

په عراق کې د بي بي سي خبریال وايي، د داعش پرضد زرګونه شیعه ګان مسلح شوي دي.‌

"انقلابي ګاردان"

پرهمدې مهال د امریکا ادارې دا رد کړې ده،‌چې ګني له ایران سره په عراق کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي موږ له ایرانیانو سره د عراق په اړه نه غږېږو،‌ په عام دول مو د عراق د ګاونډیانو په اړه خبرې وکړې،‌ چې ایران هم پکې راځي، له دوی مو وغوښتل چې د کړکېچ ختمولو کې همکاري وکړي، نه دا چې هلته د توکمیز او قومي تاوتریخوالي لپاره خلک ولمسوي،‌

د ایران ولسمشر حسن روحاني له عراقي لومړي وزیر نوري المالکي سره پر تیلېفوني خبرو کې ویلي، ایران به د ترهګرۍ ملاتړو ته اجازه ورنه کړي چې د عراق امنیت بې ثباته کړي.‌ وال سټریټ ژورنال او سي این این امریکايي شبکو د ځینو سرچینو په حواله ویلي، ایران عملاً‌د انقلابي ګاردانو یوه ډله د عراقي حکومت د ملاتړ لپاره بغداد ته استولې ده،‌خو دواړه حکومتونه د دې معاملې په اړه چوپه خوله پاتې دي.‌

ورته مطالب