امریکا د الوتکو لېږدونکې بېړۍ د خلیج پر لور خوځوي

Image caption رپوټونو کې ویل شوي، چې ګڼ شمېر ملکي کسان له یو شمېر ښارونو خوندي سیمو ته تللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري عراقي حکومت ته ویلي، چې په دغه هېواد کې به د سخت دریځو اسلامپالو پر وړاندې مبارزه کې د امریکا مرسته یوازې هغه مهال بریالۍ شي، چې عراقي مشران خپل اختلافونه له منځه یوسي.

ښاغلي کیري ویلي، عراقی حکومت باید د سني، شیعه او کوردي وګړو په ګډون د خپلو ټولو خلکو درناوی وکړي.

امریکا په داسې وخت کې خپله یوه د جنګي الوتکو لېږدوونکې بېړۍ د خلیج پر لور خوځوي چې په عراق کې اسلامپالو وسله والو په دې وروستیو کې د دغه هېواد د لا نورو برخو ولکه تر لاسه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، دا چې ولسمشر اوباما په عراق کې د پوځي ګام په اړه غوره کوي، د یادې شوې بېړۍ خوځښت به له ده سره په انتخاب کې مرسته وکړي.

له بله پلوه د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د بغداد په شمال کې په سمارا ښار کې خپلو پوځي قوماندانانو ته وینا کړې ده.

دغه ښار اوس د اسلامپالو وسله والو پر وړاندې جګړه کې پر لومړۍ لیکې بدل شوی دی. ښاغلي مالکي وویل، په دغه جګړه کې د پوځ د مرستې لپاره د داوطلبو عراقیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

لومړي وزیر نوري المالکي وویل:

' ځانونه چمتو کړئ، ځکه له دې ځایه به د دښمن پر وړاندې مبارزه پیلېږي. که خدای کول، له دې ځایه به د هغوی ماتې پیلېږي. د عراق دغه دښمنان او خاینان به هرو مرو له ماتې سره مخامخېږي.'

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي و، چې عراقي حکومت ته وفادار ځواکونه سمارا ښارګوټي په شاخواکې د اسلامپاله سخت دریځو پر ضد خپل سنګرونه پیاوړي کوي، چې د دغه هېواد په لوېدېځ او شمال کې یې د ډېرو سیمو کنترول تر لاسه کړی دی.

هغه ملېشه ځواک هم له حکومتي ځواکونو سره یو ځای شوې، چې لومړي وزیرنوري المالکي او یو شیعه ملا ایت الله علي السیستاني یې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

بل لور ته که څه هم ایران دا ردوي، چې امنیتي ځواک یې په ګاونډي عراق کې دخیل دی، خو ویل کېږي، چې یو ایرانی جنرال بغداد کې دی.

د متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د هغو یاغیانو پر ضد د هدفي او مستقیم فعالیت ژمنه کړې، چې د نوموړي په وینا نه یوازې د عراق هېواد او خلکو ته یو ګواښ دی، بلکې د امریکا ګټو ته هم یو ګواښ دی.

ورته مطالب