سني جنګياليو د عراق تلعفر هم نیولی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عراق شمالي تلعفر ښار چارواکي او اوسېدونکي وايي سني جنګياليو دغه ښار نيولی دی.

په عراق او شام کې اسلامي دولت په نامه ډلې په مشرۍ جنګياليو تېره اوونۍ د موصل او تکريت په ګډون مهم ښارونه ونيول.

د ملګريو ملتونو بشري حقونو مشرې ناوي پېلي ويلي "د وژلو ښکاره سيستماتيکه لړۍ، نژدې په کره ډول د جګړې جرمونو کچې ته رسېږي".

له دې وړاندې امريکا په ډاګه کړې وه چې د "داعش" په نامه دغې ډلې د پرمختګ مخنيوي لپاره کېدی شي د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته مخه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل "دا پوره ځواب نه دی، خو کېدی شي يو له مهمو غوراويو وي".

د امريکا د دفاع وزارت ويلي د دغه هېواد چارواکي دې ته هم چمتو دي چې له ايران سره د عراق پر سر خبرې وکړي، خو داسې کوم پلان نشته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې "پوځي فعالیت سره همغږی شي".

له دې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي وو، که امريکا ګام پورته کړي دی به پر همکارۍ غور وکړي.

د امريکا يو اېس اېس جورج اېچ ډبليو بوش الوتک لېږدونکې بېړۍ له وړاندې خليج ته استول شوې ده، چې دوه نورې بېړۍ يې هم ملتيا کوي.

خو واشنګټن وايی د امريکا هېڅ ځواکونه به هم د مځکې له لارې وانه ستول شي.

بريتانيا هم د دوشنبې پر ورځ ټينګار وکړ، چې په عراق کې د پوځي مداخلې هېڅ پلان هم نه لري.

ګډ ښار

Image caption د داعش جنګياليو تېره اوونۍ ګړندی پرمختګ کړی

په تلعفر کې جګړه، په داسې حال کې چې جنګياليو د نينوا ولايت دغه ښار ته د ننوتلو هڅه کوله، د يکشنبې پر ورځ پيل شوه چې ځينې سيمې په کې په هاوان مرميو ويشتل کېدې.

تلعفر چې د سني او شيعه دواړو مذهبونو وګړي يې استوګن دي، د موصل او سوريې سره د پولې ترمنځ پروت دی.

د تعلفر ښاروال اسوشيېټېډ خبري اېجنسۍ ته ويلي د ۲۰۰ زره وګړيو دغه ښار د دوشنبې له سهاره مخکې ونيل شو.

عينی شاهدانو ويلي جنګيالي چې په پېکپ موټرو کې سپاره او په اوتومات وسلو سمبال وو، له تورو جهادي جنډو سره په لارو او واټونو کې ګرځېدل او ډزې يې کولې.

خو د عراق شمال کې د بي بي سي خبريال جېم ميور وايي حکومت ټينګار کوي چې ښار تر ډېره تر اوسه هم د دوی تر ولکې لاندې دی، او په چټکه به د "داعش" له جنګيالو سره چلن وشي.

حکومت دا هم ويلي چې د سني جنګياليو يون پر وړاندې یې سېک بېرته اخيستی دی.

حکومت د دوشنبې پر ورځ داسې انځورونه خپاره کړي چې وايې د موصل او سامراء په ګډون يې د بغداد شمال د "داعش" ځايونه په کې په نښه کړي دي.

ورته مطالب