کینیا کې 'اسلامپالو' ۴۸ کسان وژلي

Image caption کینیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د اورپکو د بریدونو شاهده ده، خو کله چې د دغه هېواد پوځ ګاونډۍ سومالیا ته د الشباب د مبارزې لپاره ورغلل، کینیا کې هم وضعیت نارامه شو.

د کینیا ساحلي ښار مپیکیتوني ښار کې د اسلامپالو وسله والو په بریدونو کې لږترلږه ۴۸ کسان وژل شوي.

بریدونه د پولیسو پر یوه مرکز او ځینو هوټلونو شوي دي.

د کینیا چارواکي او عيني شاهدان وايي، د څو ساعتونو لپاره ډزې او جګړه روانه وه چې ځینو ودانیو اور هم اخیستی و.

مپیکیتوني ساحلي ښار لامو ټاپو ته څېرمه پروت دی، چې تر ډېره یې اوسېدونکي عیسویان دي، خو د سیلانۍ لپاره ډېر سیلانیان ورځي.

کینیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د اورپکو د بریدونو شاهده ده، خو کله چې د دغه هېواد پوځ ګاونډۍ سومالیا ته د الشباب د مبارزې لپاره ورغلل، کینیا کې هم وضعیت نارامه شو.

په نایروبي کې د بي بي سي خبریال یوسف دایو وايي، برید د تېرې شنبې په ورځ ناوخته داسې مهال پیل شو، چې خلکو د فوټبال نړیوالې سیالۍ پر تلوېزیون کتلې.

سیمه ییزو اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، برید کوونکو یو موټر برمه کړی، چې د ښار په ځینو برخو کې یې د بریدونو لپاره ګټه ترې واخیسته.

عیني شاهدان وايي، په وسلو سمبالو مخ پټو کسانو مخکې له دې چې له پوستې وسلې ترلاسه کړي، چاودېدونکي توکي د پولیسو یوه مرکز ته ورواچول.

په کینیا کې د الشباب د ګواښ له کبله په وروستیو کې بېړنی حالت اعلان شوی و.

امریکا او برتانیا په کینیا کې خپلو وګړو ته له ساحلي سیمو د لیرې اوسېدو سپارښتنه کړې ده.

د الشباب برید؟

د سیمه ییزو پولیسو مشر هماتون موالیکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په وسله سمبالو کسانو پر ځینو هوټلونو بریدونه وکړل او د پولیسو پر یوه مرکز یې برید وکړ:

''موږ پوهېږو چې برید کوونکي تښتېدلي دي، خو زموږ افسران پسې ګرځي''.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه وسله وال څوک وو، خو د کینیا د پوځ ویاند جګړن ایمانیول چیچیر وايي ودې شي چې بریدګر د الشباب ډلې جنګیالي وي.

ورته مطالب