د عراق موصل کې ۴۰ هندي وګړي يرغمل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption داعش د موصل او تکريت په ګډون څو ښارونه نيولي او اوس د بغداد پر لوري د حرکت په حال کې دي

هند تاييد کړې چې د عراق په جګړه ځپلې ښار موصل کې يې ۴۰ وګړي يرغمل شوي دي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي، له هند نه د يرغمل شويو په بدل کې د غرامت غوښتنه، نه ده شوې.

د يرغمل شويو کسانو د کورنيو او بغداد ته د هند د استول شوي ځانګړي پلاوي ترمنځ د اړيکو يو تيليفوني لاين چمتو شوی، چې ۲۴ ساعته به فعال وي.

د سې شنبې پر ورځ حکومت وويل دوی د تکريت په يوه روغتون کې له ۴۶ هندي نرسانو/ روغتيا پالو سره په اړيکه کې دي.

تکريت او موصل د عراق او شام اسلامي دولت په نوم ډلې داعش تر کنټرول لاندې دي، چې د دغو ښارونو په ګډون يې تېره اوونۍ څو نور ښارګوټي هم تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين په ډيلي کې خبريالانو ته وويل: ''په موصل ښار کې د طارق نور الهدا کمپنۍ ۴۰ هندي کارګر يرغمل شوي دي''.

ده زياته کړه: ''موږ د دوی د خوشي کېدو په بدل کې د هېڅ غرامت غوښتنه نه ده ترلاسه کړې او دا هم معلومه نه ده چې دوی چېرته ساتل کېږي''.

د نيول شويو ډيری يې د شمالي هند دي.

د چارشنبې په لومړيو کې هند وويل، له دغو کسانو سره يې اړيکه پرې شوې او داسې ګومان دی چې ښايي تښتول شوي وي.

هغه نرسان چې په تکريت کې دي د بي بي سي هندي څانګې ته ويلي، دوی خوندي دي، خو وايي نوې ادارې چې د روغتون ولکه يې په لاس کې اخيستې د معاشونو ورکول رد کړي دي.

هند وايي دوی له سره صليب او ملګرو ملتونو سره د خپلو يرغمل شويو وګړو د خوشي لپاره په اړيکه کې دي.

ورته مطالب