المالکي څلور قومندانان له دندو ګوښه کړي

د انځور حقوق k
Image caption داعش اسلامپالي جنګيالي اوس د پلازمېنې بغداد د نيولو په تکل کې دي

د عراق لومړي وزير نوري المالکي له دې امله لوړپوړي امنيتي چارواکي له دندو ګوښه کړي، چې د سني اسلامپالو جنګياليو پر وړاندې يې مقاومت نه دی کړی.

د سې شنبې پر ورځ په يوه حکومتي خبر پاڼه کې ويل شوي دغه څلور پوځي قومندانان ځکه ګوښه شوي، چې خپل ملي مسووليت يې نه دی اداء کړی.

عراقي ځواکونه له هغو جنګياليو سره په جګړه کېوتي چې تېره اوونۍ يې څو مهم ښارونه نيولي دي.

د امريکا متحد ايالاتو ۲۷۵ پوځيان په بغداد کې په خپل سفارت کې د خپلو دپلوماتانو د خونديتابه لپاره ځای پر ځای کړي دي.

نوري المالکي او د ده د شيعه حکومت څو نورې مهمې څېرې د سنيانو د ملي يووالي له غږ سره يو ځای شوي دي.

دوی ټينګار کړی چې په عراق کې دې فرقه يي شخړې بندې شي او غير رسمي ډلې نه شي کولای وسلې وګرځوي.

د عراق او شام اسلامي دولت 'داعش' د هېواد په شمالي ښارونو موصل او تکريت خپله ولکه ټينګه کړې او تلعفر يې د دوشنبې پر ورځ ونيو.

دوی د بغداد په ۶۰ کیلومترۍ کې د شپې مهال په يوه بريد کې د لنډ وخت لپاره د بعقوبې ښار هم ونيو، خو د سې شنبې پر ورځ حکومتي ځواکونو چې شيعه ملېشو يې ملاتړ کاوه دوی بېرته په شا وتمبول.

راپورونه وايي د ايران د انقلابي ګارد د ځانګړي يونټ قومندان قاسم سليماني په بغداد کې دی، چې د ياغيانو پر وړاندې پوځ او د شيعه مشرانو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

په تېرو اتو کلونو کې يو شمېر سنيانو، په ځانګړي ډول محافظه کارانو د القاعدې پر ضد د حکومت ملاتړ کاوه، خو په وروستيو کې دا اندېښنې په زياتېدو شوې، چې شيعه حکومت سنيانو څنډې ته او له واکه لرې کوي.

خو په اوس وخت کې تر ټولو خطرناک وضعيت دا دی، چې شيعه داوطلبان به عادي سنيان په نښه کړي او سنيان به فکر وکړي، چې داعش یوازنۍ ډله ده د دوی ژوند خوندي کولای شي.

ورته مطالب