سلګونه برتانویان له 'داعش' سره يو ځای شوي

د انځور حقوق
Image caption راپورونه وايي داعش د عراق د تيلو پر تر ټولو لويې فابريکې خپلې تورې جنډې ځړولې دي

په عراق کې د کردانو د استخباراتو سیمه ییز مشر ادعا کوي چې سلګونه برتانویان له سني اسلامپالې ډلې سره يو ځای شوي دي.

د استخباراتو سيمه ييز مشر لاهور طالباني وايي له ۴۰۰ زيات کسان د عراق او شام له اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش سره یو ځای شوي دي.

ښاغلی طالباني وايي دوی په هغو جګړو کې ښکېل دي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې روان دي او داعيش په کې چټک پرمختګونه کړي دي.

د عراق په شمال سلیمانیه کې د کردانو اړوند ترهګرۍ ضد ادارې دغه مشر وايي برتانیا باید د دغو کسانو د هویت په اړه په اندیښنه کې واوسي.

ښاغلی طالباني وايي: ''هغه استخباراتي راپورونه چې موږ یې لرو ښيي چې یوازې له ۴۰۰ تر ۴۵۰ پورې برتانويان د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې په جګړه بوخت دي. که د دغو کسانو لس سلنه هم ژوندي پاتي شي، نو ویلی شم چې د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي به هغوی پر برتانیا د بریدنو لپاره وکاروي''.

پر همدې مهال له عراق څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې سني جهادي ډلې د دغه هیواد د تیلو په تر ټولو لویې فابريکې خپلې تورې جنډې ځړولې دي.

پر دغې فابريکې له تېرو څو ورځو راهيسې د داعش له لوري پرله پسې بريدونه کېدل.

خو دا لا نه ده جوته چې په بیجي ښار کې دغه تصفیه خان په بشپړه توګه د دوی په ولکه کې ده او که نه.

عراقي چارواکي دا نه مني چې ګواکې د تیلو فابريکه دې د وسله والو په لاس کې وي، دوی وايي هغه د عراقي ځواکونو په ولکه کې ده.

د تیلو دغه تصفیه خانه د عراق کور دننه د تیلو نږدې څلورمه برخه تيل برابروي.

په نورو سیمو کې جګړه لاهم روانه ده. دعراق پولیسو بي بي سي ته ویلي چې وسلوالو شمالي ښار کرکوک ته نږدې په تیرو دوه ورځو کې ۱۳ سرتیري وژلي دي.

ورته مطالب