په کودتا تورنو ترکي جنرالانو ته عمري بند

د انځور حقوق .
Image caption دواړه جنرالان د ناوړه روغتیايي حالت له کبله د محکمې جلسې ته نه وو حاضر شوي.

په ترکیه کې یوې محکمې د ۱۹۸۰ کال د پوځي کودتا دوه وتلي مخکني قومندانان جنرال جنرال کنعان ایفرین او جنرال تحسین شاهین کایا په عمري بند محکوم کړي دي.

جنرال کنعان ۹۶ او جنرال شاهین کایا ۸۹ کلونه عمر لري.

دواړه جنرالان د ناوړه روغتیايي حالت له کبله د محکمې جلسې ته نه وو حاضر شوي.

دا لومړی ځل دی، چې په ترکیه کې د نظام پرضد د کودتا په تور کسان محاکمه کېږي.

جنرال ایفرین، چې په ۱۹۸۹ کال د ترکیې مشر و، د هغې کودتا پر هڅو هېڅ پښېماني نه ده ښوولې، چې ګڼ خلک پکې اعدام او شکنجه شول، او ۶۰۰ زره کسان ونیول شول او ۵۰ نور اعدام شول.

په انقره کې جنايي محکمې ایفرین او شاهین کایا د دولت پرضد په جرمونو تورن او مجرم کړل.

پر دوی دا تور هم دی، چې د پوځي مداخلې پلان یې جوړ کړی و او د واکمن نظام ړنګولو د دسیسې مخکښ کسان وو.

ښکاره نه ده، چې ایفرین او شاهین کایا به رښتیا هم تر مرګه د بند موده زندان کې تېره کړي او که نه؛ ځکه چې د دواړو روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودل شوی.

دواړو جنرالانو ویلي، چې کودتا "د وخت اړتیا وه".

د ایفرین او شاهین کایا وکیل بوراک پاسکال اسوشېټېډ پرېس خبري اژاس ته ویلي، چې موکلین به یې د استنیاف غوښتنه وکړي.

د انځور حقوق .
Image caption دواړو جنرالانو ویلي، چې کودتا "د وخت اړتیا وه".

ورته مطالب