استرالیا وايي ماليزيايي الوتکه سویل کې لټوي

mh370-search د انځور حقوق AFP
Image caption دغه الوتکه د 239 سپرلیو سره د مارچ په اتلسمه د کوالالمپور ښاره د مالیزیا په لور د الوتنې پر مهال تري تم شوې.

استرالیایی چارواکو ویلي چې د مالیزیا ورکې شوې الوتکې MH370 لټون چارې به سلګونه میله سویل خواته وغځول شي.

د استرالیا د ترانسپورت خوندیتابه ادارې مشر مارټین ډولن وویل، د الوتکې لټون به د پرت ښاره ۱۸۰۰ کیلومتره لیرې سیمه کې متمرکز شي.

وړاندې تر دې، نژدې سیمې له هوا پلټل شوې وې، خو د سمندر لاندې لټون د غږیزو نښو نښانو پر بنسټ په شمالي سیمو کې شوی و.

دغه الوتکه د ۲۳۹ سپرلیو سره د مارچ په اتلسمه د ماليزيا له کوالالمپور ښاره د چين پر لور د الوتنې پر مهال ترۍ تمه شوه.

کارپوهانو هیله څرګنده کړې وه چې د الوتکې د ورکیدو سمدستي وروسته لاسته راغلې نښې او غږونه به د الوتنې د معلوماتو د ثبتولو د آلې وي.

خو سمندر کې له اونیو لټون وروسته دا ومنل شوه چې اوریدل شوي غږونه د ورکې شوې الوتکې سره تړاو نه لري.

ستونزمن لټون

اوس د لټون ټیمونه هڅه کوي چې بیا د سپوږمکې له لارې د ترلاسه شويو اطلاعاتو پر اساس د لټون سیمه په نښه کړي.

ښاغلي ډولن وویل ''د پلټنو له لارې د لاسته راغلو نښو پر بنسټ به د الوتکې لټون له اصلي سیمې سویل خواته وغځوي، خو داچې څومره د سویل پر لور هغه پوښتنه ده چې اوس هم مونږ پرې کار کوو.''

هغه وویل داسې نه ښکاري چې د تیر ځل هوايي لټون په څېر دې د دغه نوي لټون سیمه هم له وچې په هماغه اندازه لیرې وي.

د لټون ټیمونو د کار له پیله وړاندې لومړی د سمندر سیمه اندازه کوي.

د سمندر د یوې تفصیلي سروی لپاره د یوه هالندي شرکت سره تړون شوی.

په سیمه کې د سمندر ژوروالی شپږ کیلومتره دی او تمه ده چې یاده سروی او شننه به په دریو میاشتو کې تر سره شي.

د لټون په چارو کې د پرمختګ د نشتوالي له کبله د لادرکه شویو مسافرو ډیری خپلوان ناراضه دي.

د ژغورنې عمله تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د الوتکې څرک ولګوي.

ورته مطالب