برتانيا سوريه کې جنګېدونکي برتانويان لټوي

د انځور حقوق xxx
Image caption په دغه ۱۳ دقيقه يي ويډيو کې جهاديان پر خلکو غږ کوي چې په عراق او سوريه کې وجنګېږي

د هغو دوو برتانوي جهادیانو پلرونه چې زامن يې په سوریه کې د سخت دریځو ډلو په پلوۍ جګړه کې بوخت دي له خپلو اولادونو غوښتي چې له جګړې لاس واخلی.

دوی خپلو اولادونو ته لارښوونه کړې چې بېرته برتانيا ته ورستانه شي او له خپلو کورنيو سره يو ځای شي.

د احمد المثني یو زوی ناصر په هغه ویډیو کې راښکاره شوی چې د سخت دریځو اسلامپالو له خوا د جمعې پر ورځ پر انټرنټ خپره شوه.

ناصر په دغې ویډیو کې په لويديځ کې له مېشتو کسانو غواړي چې د سوریې او عراق جګړو کې براخه واخلي.

د ناصر المثني پلار احمد المثني بي بي سي ته ويلي د هغه بل زوی هم له ناصر سره تللی دی.

۲۰ کلن ناصر د برتانيا د کاردیف اوسیدونکی دی او غوښتل یې چې لوړې زده کړې په طب کې وکړي.

د هغه پلار ویلي کله چې خبر شو زوی سوریې ته د جګړې لپاره تللی نو ډیر خواشينی شو او ټکان یې وخوړ.

د برتانیا استخباراتي اداره ایم آی پنځه وايي د برتانوي جهادیانو تعقیبول یې لومړیتوب دی.

۱۳دقيقي وېډيو

د برتانيا حکومت اوس په دې لټه کې دي چې دغه فلم ترلاسه کړي، چې د داعش اسلامپالې ملېشې د اکونټ له لارې خپور شوی او اوس پر پاڼه نه شته.

څو ورځې وړاندې يوه کردي مشر وويل چې سلګونه برتانويان له داعش سره يو ځای شوي دي. او ښايي دا برتانيا ته هم ګواښونه پېښ کړي.

په دغه ۱۳ دقيقه يي ويډيو کې چې سرليک يې دی (پرته له جهاد نه ژوند نه شته) پر مسلمانانو ټينګار شوی چې له هېواده بهر جګړو کې برخه واخلي.

داسې اټکل دی چې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې برتانوي جنګيالي د عراق او شام د اسلامي دولت داعش له لوري ګومارل شوي دي.

دغې ډلې په وروستيو کې په سوريه کې خپل شتون پراخ کړی او له عراقي ځواکونو سره په سختو جګړو کې ښکېل دي.

داعش په تېرو څو ورځو کې د جګړې په ډګر کې خورا چټګ پرمختګ کړی او د عراق څو مهم ښارونه يې نيولي دي.

ورته مطالب