د ميسي يوه ګول ارجنټاين بل پړاو ته ورساوه

د انځور حقوق AP
Image caption ارجنټاين د دغې لوبې په ګټلو سره دويم پړاو ته لار پيدا کړه

په برازيل کې د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام فوټبال لوبو په لړ کې تېره ورځ د ارجنټاين پياوړې لوبډلې ايران ته يو صفر ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې ډېره ولکه د ارجنټاين په لاس کې وه، خو وخت ناوخت به ايراني بريدګرو هم د ارجنټاين دروازه ور ټکوله، خو نه بريالي کېدل.

د ارجنټاين لوبډلې چې ويل کېږي د نړیوال د ګټلو لپاره غوره لوبډله ده د ايران پر ګول پر له پسې بريدونه کول، خو بې پايلې وو.

سره له دې چې فکر کېده ارجنټاين به په لومړۍ نيمايي کې ايران ته دوه، درې ګولونه ورکړي، خو په لومړۍ نيمايي کې لوبه صفر د صفر په مقابل کې مساوي وه.

په دويمه نيمايي کې د لومړۍ هغې په څېر ارجنټايني بريدګرو په ځانګړي ډول ليونل ميسي د ايران پر دروازه حملې کولې.

د ارجنټاين پر وړاندې د ايران مقاومت ډېرو ته حيرانوونکی و، خو ليونیل ميسي بلاخره دغه حيرانتيا ماته کړه.

د لوبې په وروستيو شېبو کې ليونل ميسي يو په زړه پورې توپ د ايران د ګول مېلمه کړ او دغه لوبه يې خپله کړه.

ارجنټاين د دغې لوبې په ګټلو سره دويم پړاو ته لار پيدا کړه.

جرمني - ګانا

د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې د جرمني او ګانا ترمنځ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.

ګانا چې په لومړۍ لوبه کې له امريکا ۲-۱‍ ماتې خوړلې له جرمني سره يې ښه لوبه وکړه او په لومړۍ نيمايي کې يې د جرمني پر ګول څو بريدونه وکړل.

په دويمه نيمايي کې جرمني لوبغاړو هم ښه لوبه وکړه او دواړو د يو بل پر ګولو د پرله پسې بريدونه له امله ۲-۲ ګولونه وکړل.

نايجريا - بوسنيا

د تېرې ورځې په دريمه لوبه کې نايجيريا وکړای شول بوسنيا هرزوګوينا ته يو صفر ماتې ورکړه.

د بوسنيا لوبډله له دغې ماتې سره د نړیوال جام له سياليو ووته.

امريکا - پرتګال

نن به د امريکا لوبډله چې په لومړنۍ لوبه کې يې ګانا ته ماتې ورکړې وه له پورتګال سره مخامخېږي.

د سويلي کوريا لوبه به له الجزاير سره وي او بلجيم به د روسيې پر وړاندې ميدان ته راووځي.

پنځلسم ګول

پرون د جرمني بریدګر مېراسلاو کلوز په نړیوال جام کې خپل پنځلسم ګول وکړ چې د ګولونو ريکارډ يې برابر کړ.

د برازیل پخوانی بریدګر رونالډو یوازنی بل لوبغاړی دی چې په نړیول جام لوبو کې یې ۱۵ ګولونه کړي.

ورته مطالب