''د سوريې کړکېچ د برتانيا امنيت ګواښي''

Image caption کریسیډا ډېک دا ومنله چې تر دې دمه کابو ۵۰۰ برتانوي مسلمانان سوریې ته تللي او دا ښايي د برتانيا ته ګواښ وکړي

د برتانيا پولیسو یوې جګپوړې چارواکې ویلي د سوریې کړکېچ به په راتلونکو کلونو کې د برتانیا پر امنیت او سوله هم بد اغېز ولري.

د ترهګرۍ ضد او امنیت د څانګې مشرې کریسیډا ډېک له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته چې هغه برتانوي مسلمانان کوم چې سوریې ته د جنګېد لپاره تللي، یو وخت برېتانیا ته راستانه شي او د دې هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د پولیسو دې مشرې په دې اړه څه و نه ویل چې ایا برتانوي پولیس تر دې دمه له داسې کوم ګواښ سره مخامخ شوي او که نه.

خو خبرداری یې ورکړ چې د برتانیا امنتيي ارګانونه باید په راتلونکې کې بېداره واوسي او پر هغو خلکو نظر وساتي چې د جګړې لپاره سوریې ته تللي دي.

کریسیډا ډېک دا ومنله چې تر دې دمه کابو ۵۰۰ برتانوي مسلمانان سوریې ته تللي او ډېری یې هلته له حکومت ضد وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي.

دې پر ځوانانو غږ وکړ چې د جګړې لپاره دې سوریې ته نه ځي، ځکه د سوریې خلک دا بهرني جنګیالي یوه ستونزه بولي، نه د ستونزې حل.

تر دې وړاندې په عراق کې د کردانو د استخباراتو سیمه ییز مشر ادعا وکړه چې سلګونه برتانویان له سني اسلامپالې ډلې سره يو ځای شوي دي.

سيمه ييز مشر لاهور طالباني وايي له ۴۰۰ زيات کسان د عراق او شام له اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش سره یو ځای شوي دي.

ښاغلی طالباني وايي دوی په هغو جګړو کې ښکېل دي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې روان دي او داعش په کې چټک پرمختګونه کړي دي.

د عراق په شمال سلیمانیه کې د کردانو اړوند ترهګرۍ ضد ادارې دغه مشر وايي برتانیا باید د دغو کسانو د هویت په اړه په اندیښنه کې واوسي.

دی وايي: ''هغه استخباراتي راپورونه چې موږ یې لرو ښيي چې یوازې له ۴۰۰ تر ۴۵۰ پورې برتانويان د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې په جګړه بوخت دي. که د دغو کسانو لس سلنه هم ژوندي پاتي شي، نو ویلی شم چې د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي به هغوی پر برتانیا د بریدنو لپاره وکاروي''.

تېره ورځ يوه ويډيو خپره شوه، دوه کسان چې برتانوي مسلمانان ښوول شوي پر خلکو غږ کوي، چې د عراق او سوريې په جګړو کې برخه واخلي.

ورته مطالب