پاکستان کې د افغان سیم کارتونو غیر فعالولو امر شوی

د انځور حقوق
Image caption د دوو ورځو مودې کې باید دغه امر پلی شي نوازشریف

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د خپل هېواد مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ادارې ته امر کړی، چې په هېواد کې ټول فعال افغان موبایل سیم کارتونه غیر فعال کړي.

د لومړي وزیر له دفتره په یوه لنډ پیغام کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د امنیتي ځواکونو په غوښتنه شوې.

په بیان کې ویل شوي، چې د سخت دریځو فعالیتونو مخنیوي لپاره د مخابراتو اړوند ادارې ته امر شوی، چې پاکستان کې هغه فعال افغان سیم کارتونه غیر فعال کړي، چې روامنګ ( له پولو بهر مخابراتي خدمتونه ) خدمتونه وړاندې کوي.

لومړي وزیر ویلي د دوو ورځو مودې کې باید دغه امر پلی شي او وايي، هیله ده دې سره به د سخت دریځو خپل منځي اړیکو او سړي تښتونې پېښو مخنیوي کې مرسته وشي.

تېر کال پېښور سترې محکمې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ادارې ته امر کړی و، چې غیر قانوني سم کارتونه سمدستي غیر فعال کړي او له حکومته یې غوښتي و، چې دغه لړ کې قانون جوړ کړي.

له هغه وروسته پاکستان سترې محکمې امر وکړ، چې له ( ای ایم اې ای ) پرته موبایل ټلیفونونه هېواد ته وارد نه کړي.

ای ایم اې ای هغه اله ده، چې په راجستر شویو موبایلونو کې ځای پر ځای شوې وې او پر مټ یې د موبایل کاروونکو ځای ځایګی معلومېږي.

که دغه اله بلاک کړله شي، موبایل له کاره غورځي. پاکستان کې له دې مخکې د یو شمېر مذهبي مراسمو پر مهال په موقت ډول د موبایل خدمتونو ځنډولو امر شوی دی.

ورته مطالب