"داعش تکریت کې ۱۶۰ بندیان اعدام کړي"

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق د پوځ یه ویاند قاسم عطا الموسوي د دغو انځورونو ریښتینولي کره کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري، چې د "عراق او شام اسلامي دولت" (داعش) جنګیالیو د روانې میاشتې د ۱۱ او ۱۴ نېټې ترمنځ لږترلږه ۱۶۰ بندیان اعدام کړي دي.

وايي دغه کسان د صلاح الدین ولایت په تکریت ښار کې اعدام شوي.

تکریت څو ورځې مخکې داعش ډلې ونیو.

امریکا مېشتي دغه بنسټ ویلي، شاید د وژل شویو شمېر زیات وي، خو د یوه نا پېلي تحقیق نشتوالي یې شمېرې ګډوډې کړي دي.

داعش د عراق ځینې لیرې سیمې نیولې. په ځینو انځورونو کې داعشیان ښکاري، چې اسیر بندیان په زور موټرو ته پورته کوي او په یوه لښتي کې یې لاس او سترګې تړلي اعداموي.

د بشري حقونو د څار ډلې د بېړنیو چارو مشر پیټر بوکارټ ویلي "د مصنوعي سپوږمکۍ په مټ دا انځورونه د تکریت ښار دي، چې د جګړې د جرم قوي دلایل په ډاګه کوي، خو لا ډېر تحقیق ته اړتیا ده".

دی زیاتوي "ښکاري چې وسله والو ۱۶۰ کسان اعدام کړي دي" .

د عراق د پوځ یه ویاند قاسم عطا الموسوي د دغو انځورونو ریښتینولي کره کړې ده.

دی وايي، په هغو سیمو کې چې داعش نیولې، زیات اسیر شوي پوځيان اعدام شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغه اعدامونه په تکریت ښار کې د پخواني عراقي ولسمشر صدام حسین ماڼۍ ته څېرمه په دوو لښتیو کې شوي، چې د دجلې بند پر غاړه پروت دی.

ورته مطالب