سیستاني: نوی صدراعظم دې ژر وګومارل شي

د انځور حقوق AP
Image caption په تېرې کې د عراق سیاسي ډلې د حکومت پر مشرۍ کولو په څو میاشتو کې موافقې ته ورسېدل چې اوس سیستاني غوښتنه کړې چې دغه چاره په دریو ورځو کې ترسره کړي.

په عراق کې بانفوذه شیعیه ملا ایت الله سیستاني په هېواد کې د سیاسي بحران د له مینځه وړولو په یوې هڅې کې غوښتنه کړې چې له راتلوونکې سې شنبې نه مخکې دې صدراعظم وګومارل شي.

نوموړي ویلي چې د راتلوونکې سې شنبې په ورځ د پارلمان له غونډې دمخه دې د مهمو څوکیو لپاره کسان وګومارل شي.

پر عراق په کور دننه او له بهره فشار ډېر شوی چې یو ملي متحد حکومت دې جوړ کړي خو تراوسه پورې سیاسي ډلې نه دي توانېدلي چې په دې اړه یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې سني اورپکو د عراق پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې.

د ښاغلي سیستاني چې په ایران کې زېدلی دغه پیغام د هغه د ویاند له خوا د هغه پلویانو ته د جمعې د لمانځه پرمهال ورسول شو.

نوموړي د اوسني صدراعظم نور المالکي د "قانون دولت په نامه" ایتلاف په ګډون له ټولو سیاسي ډلو غوښتنه کړې چې د پارلمان نوی مشر او ولسمشر وګوماري.

سیستاني ویلي اړتیا ده چې تر سې شنبې پورې سیاسي ګوندونه پر دې دریو څوکیو سره سلا شي.

نوی صدراعظم به څوک وي؟

د عراق له شمال اربیل نه د بي بي سي خبریال جیم میور وايي په سیاسي بحران کې د ایت الله سیستاني مداخله ډېره مهمه ده.

دی وايي اوس مهال په دې هکله موافقه نه ده شوې چې د نوي حکومت مشري څوک وکړي او لوړې څوکې څوک سمبالې کړي؟

په ۲۰۱۰ کال کې له انتخاباتو وروسته سیاسي ډلې په نهو میاشتو کې د حکومت د مشرۍ کولو په برخه کې یوې موافقې ته سره ورسېدل.

اوس ایت الله سیستاني له سیاسي ډلو غوښتنه کړې چې دغه چاره په دریو ورځو کې ترسره کړي خو مهمه پوښتنه دا ده چې نوی صدراعظم به څوک وي؟

دا په داسې حال کې ده چې نور المالکي پر خپلې دریمې دورې ټینګار کوي خو د هغه سیاسي متحدین لږ دي.

ډېر خلک فکر کوي چې نوري المالکي د اوسني سیاسي بحران په رامنځ ته کولو کې لاس درلود ځکه چې د دوی په وینا سنیان یې څنګ ته کړي وو.

د شیعیه ګانو ترمنځ چې د هېواد اکثریت جوړوي او دا حق لري چې نوی کس وګوماري ډېر کسان شته چې د المالکي ځای ناستی شي.

د بي بي سي خبریال وايي عراقي سیاسي ډلې ښايي په څو میاشتو کې یوې موافقې ته سره ورسېږي او په دې توګه به المالکي په واک کې پاتي وي.

خو اوس چې ایت الله سیستاني مداخله کړې فشار ډېر شوی، په خپله المالکي او ایران چې د عراقي شیعیه ګانو ترمنځ نفوذ لري ګومان کوي چې ګواښ لوی دی او چټک اقدام ته اړتیا ده چې دا اقدام ښايي له واکه د المالکي لری کېدل وي.

ورته مطالب