امريکا: ډرون يوازې د ''پوځي سلاکارنو'' ساتنه کوي

د انځور حقوق ap
Image caption د عراق حکومت له امريکا غوښتي چې پر داعش بمبار وکړي، خو امريکا وايي مخامخ جګړه کې برخه نه اخلي

د امريکا دفاع وزارت وايي په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکې د امريکا د پوځي پرسونل د ساتنې لپاره د عراق په فضا کې الوتنې کوي.

د پنټاگون له لوري په خپرې شوې وينا پاڼې کې راغلي چې د عراقي حکومت په غوښتنه په دغه هېواد کې د خپلو بې پيلوټه او پيلوټ لرونکو الوتکو الوتنو ته دوام ورکوي.

وينا پاڼه وايي ځينې دغه الوتکې د هغو ١٨٠ امريکايي پوځي سلاکارانو د ساتنې لپاره په وسلو سمبال شوي چې د سني اورپکو پر وړاندې جگړې سره د مرستې لپاره عراق ته لېږل شوي دي.

په واشنگټن کې د بي بي سي خبرياله بېت مکليود وايي، امريکايي الوتکې له تېرو نژدې دوه اوونيو راهيسې د عراق په فضاکې دېرش يا پنځه دېرش الوتنې کړي چې موخه يې څارنه ده.

دا وايي دا الوتنې پيلوټ لرونکو او بې پيلوټو الوتکو تر سره کړي خو اوس فرق دا دى چې دوى اعلان وکړ چې ځينې بې پيلوټې الوتکې يې په وسلو سمبال کړي دي.

خو پنټاگون ټينگار کړى چې دا ډرون الوتکې پر داعش جنگياليو بريدونه نه کوي.

پنټاګون وايي د دوى کار عراق ته د لېږلو شويو پوځي سلاکارانو د امنيت خوندي کول دي.

د بي بي سي خبرياله وايي ١٨٠ پوځي سلاکاران اوس په بغداد کې دي او دوى د عراق د پوځ د ارزونې لپاره بېلابيلو سيمو ته ځي او د الوتکو دنده د هغوى ساتنه ده.

مخکې د امريکا متحد ايالتونو ويلي و، چې د سوريې او عراق د اسلامي دولت داعش پر وړاندې د عراقي ځواکونو د منظم کولو لپاره ۳۰۰ پوځي سلاکاران استوي.

خو د نوري المالکي په مشرۍ عراقي حکومت له امريکا نه پر داعش د هوايي بريدونو د کولو غوښتنه کړې وه.

امريکا وايي ځواکونه به يې مخامخ په جګړه کې ښکېل نه شي، خو دوی به د عراقي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ورته مطالب