''داعش'' پر تکريت د پوځ بريد په شا تمبولی

د انځور حقوق AFP
Image caption سره له دې چې حکومتي ځواکونو د ټانکونو زغره والو موټرو او هوايي ځواک ملاتړ له ځان سره درلود، خو داعش يې بريد په شا تمبولی

له عراقه راپورونه وايي حکومتي ځواکونو چې هڅه یې کوله له سني وسلوالو تکریت ښار بېرته ونیسي، په شا تمبول شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي امنیتي ځواکونه د تکریت جنوب ۲۵ کیلومترۍ د دجلې ښار ته په شا شوي دي.

له دوی سره د ټانکونو زغره والو موټرو او هوايي ځواک ملاتړ هم وو.

سرچینې وايي امنیتي ځواکونه تکریت ته د رسېدو په لار کې له ستونزو سره مخ دي ځکه وسلوالو د لوې لارې په اوږدو کې ډېر زیات چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي دي.

مخکني جزييات

د عراق د حکومتي تلويزيون د راپور له مخې عراقي ځواکونو له داعش جنګياليو د تکريت ښار بېرته نيولی او د مخالفو قومندانانو په ګډون يې ۶۰ وسلوال وژلي دي.

د عراق او شام اسلامي دولت داعش جنګياليو له تېرو دوو اونيو راهيسې پر دغه ښار ولکه لرله او پوځ اعلان وکړ چې د شنبې (۲۸، جون) ورځې له بريد وروسته يې دغه ښار له داعش جنګياليو پاک کړی دی.

د عراق پوځ ادعا کوي، چې د ټانکونو او هوايي ځواک په ملاتړ يې دغه ښار په بشپړ ډول بېرته نيولی، خو سني جنګيالي وايي په ښار کې سخته جګړه روانه ده او د حکومتي ځواکونو يرغل يې په شا تمبولی دی.

تر اوسه په خپلواک ډول د دغو ادعاو پخلی نه دی شوی.

پوځ اعلان کړی چې د بغداد په شمال کې يې له سني جنګياليو د تکريت ښار بېرته نيولو په موخه پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.

دوی وايي په دغه جګړه کې ټانکونه، پوځي څرخي الوتکې، حکومت پلوي سني ډلې او شيعه داوطلبان ګډون لري.

د راپورونو له مخې زرګونه عراقي سرتېري چې د هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی په دغو عملياتو کې ښکېل دي.

د تکرېت ښار د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين د زوکړې اصلي ټاټوبی دی.

روسي جېټ

د تکريت يوه اوسېدونکي يوه خبري اژانس ته ويلي چې خلک اوس د تېښتې په حال کې دي او تکريت اوس د (اروا په ښار) بدل شوی دی.

پر تکرېت د عملياتو د پيل خبر وروسته له هغه خپور شو، چې د امريکا حکومت د عراق په فضا کې د بې پيلوټه الوتکو د الوتنو خبر تاييد کړ.

خو ويې ويل کېږي دغه الوتنې يوازې عراق ته د استول شويو پوځي سلاکارانو او په عراق کې د دېره امريکايانو د خونديتوب لپاره دي.

د عراق پوځ وايي د شنبې پر ورځ يې د موصل په ښار کې هم د داعش جنګياليو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.

بل خوا عراق وايي د سني جنګياليو پر ضد بريدونو کې د مرستې په موخه يې له روسيې د دويم لاس جېټ جنګي الوتکو لومړۍ ټولګه ترلاسه کړې ده.

دوی وايي لا له وړاندې يې روسيې ته د دغو الوتکو فرمايش ورکړی و.

د عراق دفاع وزارت وايي د دغو الوتکو پنځه به يې په راتلونکو څو ورځو کې په فعاليت پيل وکړي او نورې يې پر لاره دي.

ورته مطالب