بشري حقونه: د لشکر جنګوي پر ضد بايد عمليات وشي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په بلوچستان کې تېر کال يوازې په دوو بريدونو کې ۱۸۰ شيعه هزاره توکمي ووژل شول

د بشري حقونو نړیوال سازمان په پاکستان کې د شيعه مسلمانانو په ځانګړي ډول د هزاره توکمو د وژنې په اړه په خپل يوه تازه راپور کې ويلي، امنيتي ځواکونه بايد په دې پوه کړای شي، چې د لشکر جنګوي د ظلمونو پر وړاندې پرته له عملياتو بله لار نه شته.

د بشري حقونو سازمان دغه څرګندونې په يوه ۶۲ مخيز راپور کې کړې، چې سرليک يې دی، 'موږ ژوندي جسدونه يو: د پاکستان په بلوچستان کې د شيعه هزاره و وژنه'.

د اسيا لپاره د دغه سازمان مشر بريډ ايډمز وايي: ''حکومتي ځواکونه بايد پوه شي، چې د لشکر جنګوي د ظلمونو پر ضد پرته له عملياتو بله لار نه شته. د هزاره او نورو شيعه توکمو د وژنې پر وړاندې ګام نه پورته کول نه يوازې له دوی سره بې وفايي ده، بلکې د دې مطلب د جرمونو په دوام کې ونډه ده''.

دغه سازمان وايي په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړېدو راوروسته په فرقه يي شخړو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د ۲۰۱۳ کال په جنوري او فبروري مياشتو کې شوې، چې ۱۸۰ شيعه هزاره په کې وژل شوي دي.

دوی وايي دا کسان يوازې په دوو بريدونو کې وژل شوي دي. يوه د سنوکر کلب پېښه وه او دويمه د ترکاري او ميوو په منډوي کې بريد وو، چې د دغو دواړو بريدونو مسووليت د لشکر جنګوي ډلې پر غاړه واخيست.

د بشري حقونو سازمان د پاکستان له حکومت نه غوښتي ټولې هغه ډلې چې په بشري سرغړونه کې ښکېلې وي په ځانګړي ډول لشکر جنګوي، بايد محاسبه ورسره وشي او بې وسلې شي.

هند د دغې ډلې پر مشر حافظ محمد سعید تور لګولی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې پر ممبيي بریدونو کې لاس درلود.

بل خوا د امریکا متحد ایالتونو د هغه د نیولو په بدل کې د لس ميلیونه ډالرو انعام اعلان کړی دی.

حافظ سعيد بي بي سي ته ویلي امریکا د هند د خوشالولو لپاره د ده له سازمان جماعة الدعوة سره ظالمانه چلند کوي.

ښاغلی سعيد وايي: ''امریکا تل د هند په لمسون پریکړې کوي. اوس دوی دا نوي بندیزونه ځکه لګولي چې دوی په افغانستان کې د هند مرستې ته اړتیا لري. ما د ممبيي په بریدونو کې هیڅ لاس نه درلود او د پاکستان محکمو ویلي د هند له خوا زما په اړه ټول وړاندې شوي دلایل یوازې پروپاګند و''.

حافظ سعید اسو په آزاده توګه د پاکستان په لاهور ښار کې ژوند کوي.

ورته مطالب