د برېتانیا د تور پوسته ماشومانو اندیښنه

Image caption د څیړنې پر بنسټ ۲۵ سلنه سپین پوستي، ۳۰ سلنه تور پوستي او ۲۴ سلنه آسیايي ماشومان غواړي راتلونکي کې د فوټبال لوبغاړي شي.

برېتانیا کې له هرو پنځو تور پوستو ماشومانو له ډلې څخه یو یې دا اندیښنه لري چې د خپل رنګ له کبله به وظیفه پیدا نه کړي.

د بی بی سی د (نیوز راونډ) پروګرام د څیړنې پر بنسټ په سپین پوسته ماشومانو کې دوه سلنه او په آسېایي ماشومانو کې ۱۳ سلنه یې د خپل رنګ په اړه اندېښنه لري.

په دې څیړنه کې له اتو تر څوارلس کلونو پورې عمر لرونکو ۱۶۰۰ ماشومانو ګډون درلود چې ۲۷۶ یې تور پوستي، ۶۴۰ یې سپین پوستي او ۷۱۱ یې نور لږه کي وو.

په څیړنه کې دا هم موندل شوې چې د سپین پوسته ماشومانو درې پر څلورمه برخه پوهنتون تلو ته لېواله دي. د دوی په پرتله په هرو لسو تور پوسته ماشومانو کې نهه یې د پوهنتون تر کچې زده کړو هیله لري.

د څېړنې د پاېلو پر بنسټ ۲۱ سلنه ماشومان دا اندېښنه لري چې د رنګ له کبله به یې راتلونکی د ستونزو سره مخامخ وي.

د ماشومانو شالید

د کارګر ګوند د پارلمان غړي ښاغلي ډیوډ لیمي چې پخوا د تعلیم وزیر هم و ویلي چې پوهنتونونه باید د نوم لیکنې پر مهال د محصلینو شالید ته هم پام وکړي.

د آسکر جایزه ګټونکي فلم "دولس کاله غلامي" ډایریکټر سټیو میکون بی بی سی ته د یادې څېړنې په اړه ویلي چې د تور پوسته ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي وویل "کله چې زه ښوونځي کې وم نو هغه مهال به هم داسې فکر کېده چې تور پوستي دومره زیرک نه دي. دغه فکر باید له منځه ولاړ شي. زه اندېښنه لرم چې دغه فکر تر اوسه ولې له منځه نه دې تللی."

ورته مطالب