د فرانسې پخوانی ولسمشر سارکوزي پولیسو نیولی

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل کېده چې ښاغلی سارکوزي به د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نوماند وي

د فرانسې پخوانی ولسمشر له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تور د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

ویل کېږي نوموړی دا وخت د پاریس ښار ته نږدې د پولیسو په یوه مرکز کې دی.

دا د فرانسې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو پخوانی ولسمشر د پولیسو له خوا نیول کېږي.

پر نوموړي تور دی چې د محکمې له یوه قاضي نه یې د محرمو مالوماتو غوښتنه کړې وه.

نوموړي قاضي د ټاکنو د لګښتونو په اړه یوه قضیه څېړله.

اټکل کېده چې ښاغلی سارکوزي به د ۲۰۱۷ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یو ځل بیا نوماند وي.

خو شنونکي وایي پر نوموړي وروستي تورونه به د ده د سیاسي راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ وي.

پلټونکي تور لګوي چې پخواني ولسمشر سارکوزي د خپلې دورې پر مهال د یوې محکمې قاضي ته د موناکو په ښار کې د یوې لوړې دولتي څوکۍ ورکولو وعده کړې وه.

خو په بدل کې یې ورنه د ټاکنو د لګښت په تړاو د یوې قضیې په اړه محرم مالومات غوښتي وو.

پولیسو نوموړی قاضي هم د پوښتنو ګروېـږنو لپاره ور غوښتی و. ویل کېږي چې د ښاغلي سارکوزي له مدافع وکیل نه هم په دې تړاو پلټنې شوې دي.

د فرانسې د اوسني حکومت ویاند ویلي دوی پر محکمې هېڅ ډول فشار نه دی اچولی چې پخوانی ولسمشر دې محاکمه کړي.

د ټاکنو د لګښتونو په اړه دا قضیه د تېرې فبرورۍ په میاشت کې پرانیستل شوې وه.

خو د ښاغلي سارکوزي پلویان بیا تور لګوي چې پلټونکي پخپله هم سیاسي موخې لري.

دوی وایي هر کله چې ښاغلی سارکوزي سیاسي ډګر ته د راستنېدو خبره کوي نو د محاکمو او رسنیو له خوا یې پر ضد بېلابېلې ناندرۍ پیلېـږي.

ورته مطالب