کیېف او مسکو اوکراین کې د اوربند لپاره ګډ کار کوي

د انځور حقوق .
Image caption له یاغیانو سره یو اړخیز اوربند پای ته رسیدلی. پیټروپوروشینکو

کیېف او مسکو سره سلا شوي چې د اوکرایین په ختیځ کې د دولتي ځواکونو او روسي پلویو اورپکو ترمنځ پر دو اړخیز اوربند کډ کار وکړي.

دغه اعلان د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند د دفتر له خوا وروسته له هغه وشو چې د اوکرایین، روسیې، جرمني او فرانسې مشرانو په اوکرایین کې د بحران په اړه خبرې وکړې.

د بي بي سي خبریال ډیویډ سټرین په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي رپوټونه دي چې د اوکرایین او روسیې مشران سره سلا شوي چې د سولې د اړین بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د کنترول په اړه هم په ګډه کار وکړي.

په همدې حال کې د اوکرایین ولسمشر پیټرو پریشینکو ویلي چې له یاغیانو سره یو اړخیز اوربند پای ته رسیدلی او د دوی ځواکونه به په جګړه لاس پورې کړي.

نوموړي ویلي چې له روسي پلوه بیلتون غوښتوونکو سره د سولې چانس د ده به خبره د هغوی د ورانکارو اعمالو له امله له لاسه ووت.

په تازه نښتو کې د روسیې د دولتي تلویزیون د یوه کمره مین په ګډون د ګڼو کسانو مرګ ژوبله رپوټ شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند الکساندر لوکاشیویچ وویل اوکرایین باید د وژل شوي روسي کمره مین اناټولي کلیان د وژل کېدو په اړه بشپړه څیړنه وکړي.

' موږ د هغه ویر کوو او خپله خواخوږي د هغه له کورنۍ او دوستانو سره څرګندوو، بي له شکه چې د روسي ژورنالیست وژل کېدو یو ځل بیا وښوده چې اوکراییني ځواکونه ظاهراً نه غواړي چې د هېواد په سوېل ختیځ کې وسله وال کړکېچ کم شي. هغوی د زیانموونکي اوربند مخه نیسي. موږ له اوکراییني چارواکو غوښتنه کوو چې د دې غمیزې په اړه پایله لرونکې څیړونه وکړي او مسوولو کسانو ته سخته جزا ورکړي.'

په همدې حال کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی د اورپا د امنیت او همکارۍ له سازمان نه غواړي چې په سیمه کې اوربند وڅاري.

ورته مطالب