کامېرون د انتبیوتیک مقاومت په اړه خبرداری ورکړی

د انځور حقوق Getty
Image caption د ښاغلي کامېرون په وینا برتانیا د دې مسلې د حل په خاطر مشري په خپله غاړه اخیستې چې نړۍ د یوې جدي روغتېايي ستونزې څخه وژغوري.

د برتانیا لومړي وزیر ډېویډ کامېرون ویلي چې که د انتبیوتیکو پر وړاندې د مخ پر زېاتېدونکي مقاومت په اړه اقدام ونه شي نو ښايي نړۍ د درملو د تاریخ د تیاره تېر پړاو ته بېرته ستنه شي.

نوموړي اعلان کړی چې دې ته به کتنه کېږی چې ولې په وروستېو کلونو کې مکروب ضد درمل په کمه کچه تولید شوي دي.

د دې کتنې نه په مرسته به هڅه وشي چې د انتبیوتیک درملو د نوو ډولونو د تولید لارې وموندل شي.

لومړي وزیر وویل، که په دې اړه اقدام ونه شي نو ښايي داسې وخت راشي چې انتبیوتیک نور کار ورنکړي او په پاېله کې بېا خلک د عادي ناروغېو او ټپونو له کبله ژوند له لاسه ورکړي.

ښاغلي کامېرون وویل چې په دې اړه یې په برسلز کې د جی ۷ ډلې له مشرانو سره هم خبرې کړې او د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلاا مېرکل ملاتړ یې تر لاسه کړی.

تمه ده چې د دغې کتنې د پلاوي سپارښتنو په باب به راتلونکی کال په جرمني کې د جی ۷ په غونډه کې بحث وشي.

ښاغلي کامېرون بی بی سی ته وویل چې برتانیا د دې مسلې د حل په خاطر مشري په خپله غاړه اخیستې تر څو نړۍ د یوې جدي روغتېايي ستونزې څخه وژغوري.

هغه وویل، د کتنې پلاوی به درې عمده مسلې وڅېړي: د درملو پر وړاندې د مقاومت لرونکې باکټرېا زېاتوالی، د بازار ناکامي چې ویې نشو کولی په تېرو ۲۵ کلونو کې د انتبیوتیک نوي ډولونه جوړ کړي او په نړیواله کچه له انتبیوتیکو له حده ډېر کار اخیستل.

داسې اټکل دی چې په برتانیا کې هر کال ۵۰۰۰ او په اروپا کې ۲۵۰۰۰ کسان د درملو د مقاومت لرونکې باکټریا له کبله مري.

ویل کېږي چې له پېاوړو انتبیوتیکو پرته به ډېرې جراحي درملنې لکه د سرطان د ناروغۍ کیمیوتراپي او د بدن د غړو بدلولو پشان جراحۍ له خطر سره مخامخ شي.

د انتبیوتیک درملو د کشف نه وړاندې به ډېرې ښځې د ماشوم زېږېدنې پر مهال د یوه ساده باکټریایي ناروغۍ له کبله مړې کېدلې.

ورته مطالب