پاکستان کې د پېریانو لری کولو په نامه جلۍ وژل شوې

د پاکستان د پنجاب صوبې د فیصل آباد په ښار کې یوه پیر چې له اسرارو ډکو علومو لرلو ادعا کوي یوه ځوانه جلۍ وژلې ده.

دغه پیر د غوږونو له لارې د پیري لری په پلمه د فضیلت بي بي په نامه جلۍ باندې زور زیاتی کړی چې له کبله یې جلۍ مړه شوې ده.

پولیسو تورن پیر او د هغه مرید نیولي او د جلۍ مړی یې عدلي طب ته د کتنې لپاره لېږلی دی.

پولیسو ویلي چې ۲۲ کلنه فضیلت بي بي د لاهور اوسېدونکې وه خو له واده وروسته په فیصل آباد کې اوسېده.

د کورنۍ غړو یې ویلي چې پر نوموړې به دورې راتلې چې له کبله به یې بې حاله کېده.

د کورنۍ غړو يې فضیلت بي بي یوه ۴۵ کلن پیر ته چې محمد افضل نومېږي وړې وه.

محمد افضل ادعا کوي چې له اسرارو ډک علومو خاوند دی.

ده ویلي وو چې پر جلۍ پیریان ناست دي او دی به یې د خپل علم په زور د جلۍ له ځانه لری کړي.

د فضیلت د کورنۍ غړي وایي چې تورن سړي فضیلت بي بي په یوه کوټه کې بندۍ کړه او زور زیاتی یې ورسره پیل کړ.

جلۍ یې په لرګي وهله او په غوږ کې یې ورته اوبه اچولې چې د غوږ له لارې یې پیریان لری کړي.

دغه مهال جلۍ بې حاله او روغتون ته ولېږدل شوه.

د روغتون کارکوونکو د هغې کورنۍ ته وویل چې د جلۍ د مازغو شیریانونه شکېدلي او په دې توګه دوه ورځې وروسته نجلۍ ساه ورکړه.

د پېریانو لری کول

پاکستان کې هر کال د پېریانو لری کولو په نامه پر لسګونو نجونو جنسي او غېر جنسي تېري کېږي چې ډېرې دغسې پېښې له ځانه سره د مرګ پاېلې هم لري.

په همدې فیصل آباد کې تېر کال یوه جعلي پیر یو اویا کلن سړی د پیریانو لری کولو په نامه په ګرمو تېلو کې د درولو له امله مړ کړی و.

د همدې ښار په بله سیمه کې بیا پولیسو ته د یوه جعلي پیر له خوا پر یوې جلۍ د جنسي تېري رپوټ ورکړل شوی و.

تیره مېاشت د پاکستان په قصور نومې سیمه کې پولیسو یو جادوګر او د هغه مریدان پر یوې ۱۳ کلنې جلۍ د ډله ییز جنسي تېري په تور نیولي وو.

د فیصل آباد ښار په دې وروستۍ پېښه کې هم پولیس شک لري چې فضیلت بي بي سره به جنسي تېری شوی وي.

پولیس وايي چې د عدلي طب رپوټ به دا څرګنده کړي چې دې سره جنسي تیری شوی و او که نه؟