افریقا کې وبا سلګونه کسان وژلي

د انځور حقوق Getty
Image caption په دې ناروغۍ د اخته شو کسانو شمېر ۲۰ لسنه زیات شوی

د روغتیا نړیوال سازمان د لوېدېځې افریقا روغتیا وزیرانو سره یوه بېړنۍ غونډه کړې، چې د وبا ویروس د مخنیوي په لارو چارو غور وکړي.

دغې وبا وار له مخه له ۴ نیم سوه ډېر کسان وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دان ایپستین بي بي سي ته د دغې غونډې اهمیت په اړه وايي:

''د ګانا غونډې هدف دا دی، چې حالت په ژوره توګه وڅېړل شي او نیمګړتیاوې په ګوته شي، چې موږ یې لرو او د غبرګون لپاره یو ښه عملیاتي پلان جوړ شي، او زیاتېدونکې سیاسي ژمنتیا ولري او د پولو یوه بله غاړه همکاري رامنځته شي''.

د دغې وبا ډېری ښکار کسان د سویلي ګانا اوسېدونکي وو، خو د دغه وژونکي ویروس نښې نښانې اوس په ګاونډیو هېوادونو، لایبیریا او سیرالیون کې هم لیدل شوې او داسې وېره ده، چې دغه ویروس ښايي ژر لویو ښارونو ته خپور شي.

خیریه موسسې میډیسنز سانس فرنټیرز بي بي سي ته ویلي، له درملني وېره او ضد د دغې ناروغۍ د مخنیوي لړ کې لوی خنډونه دي.

د ښاغلي ایپستین په وینا دا د پوهېدو وړ خبر ده، چې ولې خلک وېرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د جولای میاشتې په وروستیو کې د اخته شوو کسانو شمېر له ۶۳۵ نه تر ۷۵۹ کسانو ته رسیدلي چې ۲۰ سلنه لوړوالی پکې راغلی دی.

د اخته کېدو، مړینې او جغرافیايي پراختیا له مخې د خپرې شوې وبا دا پراخ ډول دی چې کینیا، سیرالیون او لایبیریا لا تر اوسه تجربه کړی.

وبا چې د تبې او وینې ضایع کېدو لامل کېږي بې درملنې ناروغي ده، د اخته کسانو او حیواناتو له مایعاتو سره د اړیکو له امله له یوه نه بل ته لېږدي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روغتیا د برخې کارکونکو ته هم د ځانګړو جامو نه د کار اخیستنې زده کړه ورکړلی کېږي

ډېره مړینه یې د کینیا د ګوکدو په سوېلي سېمه کې رامنځته شوې، چې په تېره فبرورۍ کې یې لومړی ځل له هغه ځای د خپریدو رپوټ ورکړل شوی و. د بي بي سي خبریال په وینا، د دې ناروغۍ دا ډول خپریدل به د افریقا لویدیځ ۱۱ هېوادونو او د روغتیا په وزیرانو د فشار لامل شي.

نړیوال روغتیاسازمان د دې ناروغۍ د خپریدو په وړاندې د کوټليو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې.

د لایبیریا ولسمشر الن جانسون سیرلیف، د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، که هر څوک دا هڅه وکړي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان پټ وساتي، نو محاکمه به شي.

نوموړي رادیو ته وویل، چې ځینې ناروغان روغتون ته د لېږدولو پر ځای په کورونو او کلیساګانو کې بستر شوي.

سیرالیون تېره اونۍ ورته خبرداری ورکړی و او ویلي و، چې ځینو ناروغانو روغتونونه پرېښي او ځانونه يې پت کړي دي.

د لایبیریا روغتیا وزارت روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د ټولیز خدمتونو کمپاین یې پیل کړی، چې د روغتیا د برخې کارکوونکو ته هم د ځانګړو جامو نه د کار اخیستنې زده کړه ورکوي.

دې هېواد همدارنګه روغتونونه له دې منع کړي، چې د دې ناروغۍ نښې نښانې لرونکي ناروغان به یې نه منل.

ورته مطالب