بیت المقدس کې د مړي له موندل کېدو وروسته نښتې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بنیامین نتنیاهو دفتر د فلسطیني ځوان وژنه وغندله

له هغه وروسته چې د یوه فلسطیني ځوان مړی، چې دوې ورځې مخکې تښتول شوی و، نیم سوځیدلی حالت کې تر لاسه شو د اعتراض کونکو فلسطیني ځوانانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ په بیت المقدس کې نښته رامنځته شوه.

پولیسو پر اعتراض کونکو اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه او د ربړینو مرمیو ډزې یې وکړې.

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال وايي، د پېښې په ځای کې د امبولانسونو تګ او راتګ د دې ښکارندويي کوي چې ښايي پېښه کې ځیني کسان ټپیان شوي وي.

د بیت المقدس یهودي ښاروال نیربرکت د زغم غوښتنه کړې. د فلسطیني ځوان محمد ابو خضیر مړی چې، تېره شپه تښتول شوی و د بیت المقدس لویدیځ کې په یهود مېشته سېمه کې پولیسو وموند. فلسطیني سرچینو ویلي، ۱۶ کلن محمد ابو خضیر یهودیانو وژلی دی.

عیني شاهدان وايي، محمد ابو خضیر په لویدیځ بیت المقدس کې دریو کسانو ونیو او په زوره یې یوه سپین رنګه موټر ته پورته کړ.

څو ساعته وروسته، پولیسو د هغه نیم سوځيدلی مړی د ښار د یهود مېشتې سیمې په یوه ځنګله کې چې د لویدیځ بیت المقدس په څنډه کې موقعیت لري وموند.

د وژل شوي زلمي د بدن په هغو برخو چې سوځیدلې نه وې، د تاوتریخوالي نښې نښانې له ورایه معلومېدې.

د بیت المقدس ښاروال د فلسطیني ځوانانو د اعتراضونو په ځواب کې وویل، د دغه ځوان تښتول او سوځول زموږ دود دستور نه دی او وايي، امنیتي ځواکونه به هغه کسان چې محمد ابو خضیر یې وژلی، ژر ومومي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي، چې انسان تښتونه او د محمد ابو خضیر وژنه هغسې وغندي، چې وايي هغسې چې موږ د دریو اسراییلي ځوانانو تښتونه غندلې وه.

د بنیامین نتنیاهو دفتر هم د محمود عباس له څرګندونو نه لږ وروسته د فلسطیني ځوان وژنه وغندله.

د دریو اسراییلي ځوانانو مړي چې دوې اونۍ مخکې تښتول شوي وو، د تېرې دوشنبې به ورځ وموندل شول او په سبا یې خاورو ته وسپارل شول. اسراييل د فلسطین حماس ډله د دغو دریو کسانو په وژنه کې پړه ګڼي او ویلي یې دي چې حماس باید د دې ځواب ورکړي.

خو حماس د دغو دریو کسانو په وژنه کې لاس لرل رد کړي.

ورته مطالب