د فرانسې لخوا شاه رخ خان ته مډال ډالۍ شو

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس، شارخ خان ته دغه مډال ډالۍ کړ

د بالیووډ پيژندل شوی فلمي ستوری شاه رخ خان، د فرانسې په اعلی ترین مډال (نایټ اف دا لیجن اف انر) ونازول شو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس د سې شنبې په شپه د ممبي تاج محل پیلس هوټل کې د ځانکړو مراسیمو ترڅ کې شارخ خان ته دغه مډال ډالۍ کړ.

نوموړي ته نړۍ کې د کلتوري تنوع په ودې کې د ونډې اخیستو له کبله دغه مډال ورکړل شو.

شاه رخ خان د تیاتر له یوه مخکښ لوبغاړي بیری جون نه هم د تمثیل زده کړې کړې.

هغه د تلویزیون له لارې تر باليووډه ورسید او له دوو لسیزو ډېر وخت کېږي، چې په زړه پورې فلمونه وړاندې کوي.

د فرانسې د سفارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي چې په نړۍ کې شاه رخ خان د خلکو زړونو کې ځای لري او د فرانسې خلکو ته یې هم د خپلو فلمونو له لارې د تفریح زمینه برابره کړې.

د مډال ورکولو پر مهال د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د فرانسې خلک د شاه رخ خان د سخاوتمندي او وړتیا قدر کوي او د شاه رخ خان دا ځانګړنې د نړۍ په سطح د مینه والو په زړونو کې مینه لا زیاتوي او له تاریخي او کلتوري اختلافونو سره سره، د ژوندانه د ټولو اړخونو اړوند مینه وال د هغه فلمونو نندارې ته بولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption شاه رخ خان: زه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس منندوی یم

شاه رخ خان، دغه مهال وویل چې، په ژوند کې ډېری مهال داسې حالات راځي چې دا درښيي، ته په سمه لار روان يې او دا یو له هغو حالاتو څخه ده. " د دې مډال په تر لاسه کولو سره زه مننه کوم، زه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس منندوی یم چې زه یې د دې وړ وګڼلم"

هغه زیاته کړه:

" زه د هندوستان د فلمي نړۍ یوغړی یم او په دې ډېر ویاړم چې دا زموږ د ټولنې منلو اعتراف دی".

دا مډال په کال ۱۸۰۲ د فرانسې مخکښ تاریخي شخصیت نپولین بوناپارټ پیل کړی و، او دا د نړۍ هر هغه وګړي ته ورکول کېږي، چې د فرانسې لپاره يې د قدر وړ خدمتونه کړي وي.

ورته مطالب