' ایران عراق ته یو شمېر جنګي الوتکې ورکړې '

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه الوتکې د عراق هوایي ځواک پورې اړه لري. لکمان فایلي

د رپوټونو له مخې ایران د عراق حکومت ته ځیني جنګي الوتکې ورکړي چې د داعش اسلامپالې اورپکې ډلې سره په جګړه کې یې وکاروي.

په لندن کې د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز کارپوهانو بي بي سي ته ویلي چې د عراق له خوا د الوتکو خپاره شوي انځورونه ښيي چې دا سوخوی اېس یو ۲۵ ډوله الوتکې له ایرانه راغلي.

خو امریکا ته د عراق سفیر لکمان فایلي بي بي سي ته ویلي چې دغه الوتکې د عراق هوایي ځواک پورې اړه لري او د خلیج جګړې پر وخت یې ایران ته پور ورکړې وې.

' دغه الوتکې چې اوس موږ ترلاسه کړي دا زموږ خپلې دي، چې په ۱۹۹۰ کلونو کې مو د خلیج جګړې پروخت ایران ته ورکړې وې. اوس مو د ایران له حکومته وغوښتل چې زموږ الوتکې بېرته راوسپاري چې د اړتیا په وخت کې ترې ګټه پورته کړو '

دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې روسیې هم عراق ته ځینې جنګي الوتکې استولې وې.

تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو هم د عراق حکومت د ملاتړ لپاره د بې پیلوټه الوتکو تر څنګ ځینې نورې څرخي الوتکې او درنې وسلې د عراق حکومت ته ورسپارلي. امریکا د عراق حکومت سره د اورپکو ډله د استخباراتي مالوماتو په راټولولو کې هم مرسته کوي.

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال وايي دا وروستي پرمختګونه په دې مانا کېدای شي چې امریکا د ایران سره یو ځای د داعش اسلامپالې ډلې پر وړاندې په عملیاتو بوخته ده.

ورته مطالب