ساینس پوهانو له حجرو قرنیه جوړه کړې

Image caption څېړونکو په انساني سترګه کې داسې کمیابه حجرې موندلي چې د بېا جوړېدنې او بېا رغونې وړتیا لري

ساینس پوهانو د انساني قرنیې (یا د سترګو سپین) د بیرته جوړولو لپاره یو نوی تخنیک پېدا کړی دی.

له مالیکیولونو نه په مرستې، څېړونکو په انساني سترګه کې داسې کمیابه حجرې موندلي چې د بېا جوړېدنې او بېا رغونې وړتیا لري.

ساینس پوهانو دغه حجرې په یوه موږک کې پېوند کړې او بریالي شول چې د موږک په سترګه کې نوې قرنیې جوړې کړې.

ساینس پوهان وايي چې د دغه مېتود پر مټ به په راتلونکي کې هغه خلک د خپلو سترګو لید بیرته پیدا کړي چې د سوځیدو یا کېمیاوي ټپونو له کبله یې له لاسه ورکړی وي.

د ښه نظر لپاره (لیمبل) حجرې اړینې دي. هره اونۍ زموږ قرنیو ته پاملرنه، بیا رغونه او بیا جوړونه د لیمبل حجرو دنده ده.

که لیمبل حجرې نه وای نو زموږ قرنيې (یا سترګو سپین) به تیاره شوي واي او لید به مو هم ګډوډ شوی وای.

د ناروغیو او یا د ټپونو له امله سترګو ته زیان رسېږي او د ایمبل حجرې هم خرابېږي.

د لیمبل حجرو کمښت په نړیواله کچه د ړوندوالي عمده لامل ګڼل کېږی.

د دغو حجرو پېژندنه ځکه ډیر ستونزمن کار دی چې د سترګو په غوټي کې په ګرانه موندل کېږي.

اوس مهال په امریکا کې یو شمېر صحي ادارو یو ډیر مهم مالیکیول تشخیص کړی چې د ABCB5 په نوم یادیږي. دغه مالیکیول په طبیعي ډول د لیمبل حجرو په سطح کې موندل کیږي.

په باسټن روغتون کې د دغې څېړنې یوه مشر پروفېسور مارکس فرانک بی بی سی ته وویل، د انساني ناروغېو په برخه کې مونږ ته مهمه لاسته راوړنه دا ده چې مونږ د مالیکیولونو پر بنسټ اوس دا اندازه لګولی شو چې د نظر د بیا رغولو لپاره څومره لیمبل حجرو ته اړتیا لرو.

نوموړي زیاته کړه چې دغه حجرې د بیا جوړېدنې ډېره وړتیا لری. مونږ تمه لرو چې دې څېړنې ته دوام ورکړو تر څو ترې په راتلونکي کې په درملنه کې کار واخلو.

ورته مطالب