مصریان د سیسي په مشرۍ کې پر خپل راتلونکي ډاډمن نه دي

سیسي
Image caption سیسي د کمپاین پرمهال ویلي وو چې په مصر کې دیموکراسي ټینګېدو ته لږترلږه ۲۵ کلونه وخت پکار دی.

له یوه کال راهیسې،‌ زیاترو مصریانو د منتخب ولسمشر محمد مرسي په پرځېدو او د اخوان المسلمین ګوند په ځپلو سره د پوځ پخوانی مشر عبدالفتاح السیسي یو ژغورندوی کس بللی و، خو داسې ونه شول.‌

مصریانو په وروستیو ټاکنو کې سیسي ته رایه ورکړه،‌ خو بریا یې په انتخاباتو کې ۹۷ سلنه اعلان شوه.‌

اوس،‌ مصریان پر دې پوهېدلو هڅه کوي،‌ چې ایا دغه پوځي جنرال او اوسنی ولسمشر به د خپل هېواد ژغورلو لپاره ریښتینی پلان ولري؟‌

حیرانوونکې څېره

که لږ وړاندې ولاړ شو،‌ سیسي له کابو یوه کال راهیسې د مصر ولسمشر او واکمن و،‌ خو هغه د خپل ځان په اړه ډېر څه نه دي په ډاګه کړي او نه یې هم د مصر د راتلونکي لپاره څرګند پلان لرلی دی.

سیسي د خپل پلان له مخې نه دی ولسمشر شوی،‌ ځکه یوه نژدې مرستیال یې ویلي چې ان د ټاکنیزو منډو ترړو تر وروستي پړاو پورې یې هېڅ کوم څرګند پلان نه درلود.‌

نوموړی د یوه منل شوي ولسمشر د اصولو مطابق نه دی ټاکل شوی،‌ ټول عمر یې د یوه پوځي سړي په توګه تېر کړی،‌ خو ولسمشرۍ ته یې خپله څېره د یوه جدي او محترم سړي په جامه کې وښود،‌ خو په اصل کې هېڅ‌داسې نه دی.‌

که څه هم د اخوان المسلمین ګوند او خواخوږو پرته مصریان د مرسي په تګ خوښ وو،‌ خو د سيسي په اړه بیا دوه زړي ښکاري.‌

په وروستي سفر کې مې له مصري سیاستوالو،‌ شنونکو، او سوداګرو نه د سیسي د تګلارو او سیاست په اړه وپوښتل،‌ ګڼو یې د (نه پوهېږم) پر بنسټ ځواب راکړ،‌ ان ځینو هغو کسانو هم د ده د سیاست په اړه ناخبري ښوده،‌ چې نژدې ورسره پاتې شي او یا یې هم په ناستو کې ګډون کړی دی.‌

د هغه د واکمنۍ په لومړيو اونیو کې د سیسي د شخصیت یوڅه رازونه وسپړل شول،‌ یا د هغه شخصیت یوڅه ځانګړنې برالا شوې،‌ چې د ټاکنو لپاره یې بدل کړی و.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption سیسي وايي، د جنسي تېري پېښو مخنیوي ته به ځانګړی پام کوي.

سیسي له خپلو ځینو سیاسي اندونو هم پرده پورته کړې ده،‌ خو په دې اړه یې هېڅ ښکاره خبره او پلان نه دی په ډاګه کړی، چې د هېواد اقتصادي وضعیت به څرنګه ورغوي، او نورو لویو ستونزو ته به څرنګه بېړنی حل ومومي.‌

بېلګه

سیسي د یوه جدي،‌ امین او پخپل کار کې د یوه پرهېزګاره او هڅاند ولسمشر څرګندېدو هڅه کوي، خو ښکاري چې د دا ډول شخصیت جوړولو چل نه ورځي.

نوموړي د خپل ټاکنیز کمپاین په ورځو کې تل مصریانو ته خبرداری ورکاوه چې ګني پر وړاندې یې ستړي کېدونکي کارونه پراته دي.‌

هغه له خپلو وزیرانو هم وغوښتل، د کار په برخه کې د نورو وزیرانو لپاره یوه بېلګه وګرځي،‌ او د ګهیځ له اوو بجو خپلې دندې په ریښتینولۍ ترسره کړي.

دی ټینګار کوي، چې د ستونزو په حلولو کې د نورو ورګډول د مصر ستونزې حل کولی شي:‌''که چېرې هېوادوال له بایسکلونو ګټه واخلي او یا پر پښو کارونو ته ولاړ شي،‌ نو دولت ته به هغه میلیونونه ډالر وسپمول شي، چې د سونګ او تېلو په برخه کې لګول کېږي.''

سیسي ظاهراً د خپې تنخا او شتمنۍ نیمايي برخې د مصري اقتصاد د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې،‌ چې له نورو چارواکو،‌ سیاستوالو او سوداګرو یې هم دا غوښتنه ده.‌

د مصر د دفاع وزارت وړاندې اعلان وکړ،‌ چې له اقتصادي ملاتړ سره به نژدېی ۱۴۰ میلیون ډالر مرسته وکړي.‌

سیسي له مالیې وزارته غوښتي وو چې د مزدوریو د لږ اندازې قوانین عملي کړي.

سیسي د دین پر اهمیت هم غږېدلی او د خپل هېواد دین یې اسلام بللی دی.‌

نوموړي د خپل سلف عدلي منصور د لنډمهالي حکومت پرمهال د وضع شویو قوانینو د تطبیق غږ کړی دی.‌

د مصر د ځوانانو او سپورت وزارت ویلي، چې په ځوانانو کې به د بې دینۍ پروړاندې خپله مبارزه ټینګه کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption سیسي له مصریانو وغوښتل، چې له لانجې د هېواد په رایستلو کې همکاري وکړي.

خو د کورنیو چارو وزارت پر ځینو موټرو د داسې مذهبي نارو لګولو له کمپاین د ډډې کولو خبرداری ورکړی، چې د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ د کرکې لامل ګرځي،‌ همداشان دغه وزارت د جنسي تېري د قضیو په اړه د نوې ادارې د جوړولو خبره هم کړې ده.

د جنسي تېري قضیې، چې په مصر کې تر ټولو ډېرې دي، د سیسي پام هم ور اړولی،‌ چې په وروستي ځل سیسي د هغې مېرمنې پوښتنې ته ورغی، چې په تحریر میدان کې د ولسمشر د ټاکل کېدو د مراسمو پرمهال پرې جنسي تېری شوی و.‌

سیاسي واکمني

سیسي د کمپاین پرمهال ویلي وو چې په مصر کې دیموکراسي ټینګېدو ته لږترلږه ۲۵ کلونه وخت پکار دی.

د مصر په اوسنیو ټاکنیزو قوانینو کې اوسنی پارلمان یو کمزوری بنسټ ګڼل شوی؛‌ ځکه چې په وینا یې د سیاسي ګوندونو په تړاو د کاندیدانو شخصیت ته ډېر ارزښت ورکوي.

سیسي د تشریعي اصلاح لپاره یوه شورا جوړه کړې ده، چې نوي قوانین یې وضع کړي او پارلمان ته یوازې د تصدیق ځای پکې پرېږدي.

همداشان،‌ د مذهبي او تعلیمي بنسټونو لپاره یې هم دغې ادارې ته د پوره واک ورکولو حق ورکړی،‌ یوازې د ازهر پوهنتون فارغانو ته د دیني خطبو ویلو اجازه ورکړل شوې ده،‌ د پوهنتونونو او اړوندو پوهنځیو او څانګو مشران به هم یوازې او یوازې د سیسي په امر او مشورې ټاکل کېږي.

هغه د اخوان المسلمین ګوند د ځپلو د دوام غږ کړی،‌ په ډېرو لنډو محاکمو کې یې د دغه ګوند تر زرو ډېرو غړو ته د اعدام سزاګانې اورولې دي،‌ چې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي.‌

همداشان،‌ د ځوانانو لپاره یې هم د مظاهرو ضد قوانین سخت کړي.‌دغه قانون د تېر دسمبر په وروستیو کې ډېر سخت شو.

د الجزیرې خبري شبکې خبریالان یې له اخوان المسلمین ګوند سره په خواخوږي تورن او بندیان کړي،‌ دا خو لاپرېږده چې پر سړکونو عام خرڅوونکي یې هم ځورولي او د تاوتریخوالي هدف یې ګرځولي دي.

په اقتصاد کې شک

د سیسي پروړاندې تر ټولو لویه ننګونه د اقتصاد بیا رغول دي،‌ خو دا چې هغه پر اقتصاد هې‍څ اګاه نه دی،‌ هې‍څ اقتصادي پلان هم نه لري.‌

په داسې حال کې چې د مصر تر ۲۵ سلنې ډېر وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي،‌ او همدومره ایله د دې کرښې د پاسه اوسېږي،‌ سیسي ته د یوه ولسمشر په توګه پکار ده چې اقتصادي ودې او غوړېدا ته تر بل هر څه ډېر لومړیتوب ورکړي.

Image caption حکومت د خوړو او انرژۍ د ملاتړ لپاره د بېړنیو اصلاحاتو راوستلو توان نه لري.

په داسې حال کې چې د مرسي تر لیرې کېدا وروسته سعودي عربستان،‌ اماراتو او کویت له مصري اقتصاد سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ټټر وهلی، خو وايي چې دا مرستې به د تل لپاره نه وي،‌ په تېره بیا د مرستو یو مهم شرط یې دا هم دی چې مصر باید ښکاره سیاست ولري ا ولوی اصلاحات راولي.

خو سیسي نه دا وکړل او نه هاغه،‌ بلکې د دواړو په منځ کې هک حیران پاتې دی.‌ خو ټینګار یې دا دی چې په پانګونه کې دې خصوصي سکتور ډېره ونډه واخلي، خو خصوصي سکتور د پانګونې لپاره زمینه او ضمانت غواړي.

سیسي په عمومي سکتور کې پوځ د مېشتېدنې د لویو پروژو د ادارې کولو سپارښتنه کړې،‌ هغه پروژې چې امارات یې تمویل پر غاړه اخیستی.‌

پر تېرو ټولو خبرو سربېره،‌ د مصر حکومت د خوړو او انرژۍ د ملاتړ او ډېرښت په برخه کې د عاجلو اصلاحاتو لپاره هې‍څ پاموړ ګام نه دی اخیستی.‌

د مصر نژدې درېیمه برخه بودیجه پر خوړو او انرژۍ لګول کېږي.‌

لاهم مصریان د خپل نوي ولسمشر د تګلارو په اړه ناخبره دي، او د خپل هېواد برخلیک ناڅرګند اټکلوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مصر دفاع وزارت د هېواد له اقتصادي ملاتړ سره د ۱۴۰ میلیون ډالرو مرستې ټټر وهلی
د انځور حقوق Reuters
Image caption سیسي د اقتصادي سپما لپاره، له هېوادوالو پر بایسکلونو او پښو ګرځېدو غوښتنه کړې

* مارینا اوتاوې،‌ د ووډرو ویلسن مرکز لویه څېړونکې او د اسیا،‌ بلقان هېوادونو او منځني ختيځ د چارو او بدلونونو په برخه کې شنونکې او متخصصه.‌

ورته مطالب