د سلوويانڅک نيولو لپاره سخته جګړه روانه ده

Image caption مسکو هم د یوه نوي اوربند لپاره هڅې کوي، خو تر اوسه يې پايلې نه دي ورکړي

راپورونه د اوکراین د ختیځ ښار سلوویانڅک په شاوخوا کې سخته جګړه روانه ده او دولتي ځواکونه هڅه کوي دغه ښار له روسي پلوه وسلوالو ونیسي.

د اوکراين د کورنيو چارو وزير ويلي يو زيات شمېر وسلوال له ښاره وتلي، خو وايي ځينې يې لا هم پاتې دي.

خو د دغه هېواد د دفاع وزارت یوه ویاند بي بي سي ته ویلي چې ښار لا هم د یاغیانو په لاس کې دی.

وړاندې داسې راپورونه ورکړای شوي وو، چې روسي بيلتون غوښتي له پياوړي مرکز سلويانڅک نه په شا شوي دي.

ځینو دولتي چارواکو ځايي رسینو ته ویلي و چې یو زیات شمیر وسلوال له ښاره په شا شوي، خو د یاغیانو یوه ویاند دغه راپورونه رد کړل او خپلواک سرچینو هم دغه راپورونه نه دي تایید کړي.

ویل کیږي په تازه نښتو کې لږ تر لږه نهه سرتیري وژل شوي دي، خو وسلوالو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته.

اوکرايني ځواکونو وروسته له هغه چې لس ورځنی اوربند مات شو په سلوويانڅک ښار پوځي يرغل پيل کړ.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو نن د شنبې په ورځ د اوربند د خبرو وړاندیز کړی او ویلي یي دي چې دی د دې وړاندیز په اړه د روسی پلوو یاغیانو ځواب ته په تمه دی.

چارواکو وروسته له هغه مخکنی اوربند پای ته ورساوه چې د ادعاو له مخې وسلوالو له هغه څو ځله سرغړونه وکړه.

مسکو هم د یوه نوي اوربند لپاره هڅې کوي، خو تر اوسه يې هڅو پايلې نه دي لرلي.

ورته مطالب