جرمني د امریکا سفیر احضار کړ

د انځور حقوق AP
Image caption ادعاوې دي چې د جرمني د صدراعظمې ټېلېفوني خبرې ثبت شوې وې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د امریکا سفیر د دوی په وېنا د "چټک سپیناوي" لپاره ورغوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت دا کار وروسته له هغه وکړ چې د جرمني د څار د ادارې یو کارکونکی امریکا ته د جاسوسۍ په شک ونیول شو.

ګومان کېږي چې دغه ۳۱ کلن کس د امریکا پر ملي امنیت ادارې له ۲۰۰ ډېر اسناد پلورلي دي.

له برلین نه د بي بي سي خبریال سټیف ایوانس په دې هکله په خپل رپوټ کې وايي د ادعا له مخې پر دغه امریکايي جاسوس شک دی چې هغه پټ اسناد یې پلورلي چې د جرمني امنیتي ادارې یوې پارلمانې کمېټې ته د جاسوسۍ د پخوانیو ادعاو د څیړولو لپاره سپارلي وو.

په ځانګړې توګه هغه ادعاوې چې وايي د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل ټېلېفونې خبرې ثبت شوې وې.

نن سهار د جرمني په ورځپاڼو کې له دې امله غوسه څرګنده شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني د پارلمان یو شمېر وکیلانو وار له مخه شک څرګند کړی و چې دوی د امریکا او روسیې او یا هم دواړو هېوادونو له خوا څارل کېږي.

انګیلا میرکل هڅه کړې چې له واشنګټن سره د ښو اړیکو په خاطر د څار د دغې مسلې له امله خپله غو سه ډېره ښکاره نه کړي.

خو وروستېو پېښو حالات نور هم خراب کړي دي.

ورته مطالب