د داعش ډلې د مشر لومړنۍ ویډیو خپره شوې

Image caption د داعش ډلې مشر په خپله لومړنۍ وینا کې له مسلمانانو غوښتنه وکړه چې د ده بیعت دې وکړي.

د داعش اسلامپالې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په خپله لومړنۍ وینا کې چې ویډیو یې هم خپره شوې ده پر مسلمانانو غږ کړی چې د ده بیعت دې وکړي.

داعش ډلې چې د عراق او سوریې پراخې سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي البغدادي د خلیفه په توګه ټاکلی دی.

داسې ښکاري چې خپره شوې ویډیو د عراق په شمال کې د النوري په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال اخیستل شوې ده.

دغه ویډیو د شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۴مه) په دې موخه خپره شوه چې هغه رپوټونه رد کړي چې ویل یې البغدادي د عراقي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوی یا هم ټپي دی.

دا هم روښانه نه وه چې پر نوموړي دغه برید کله شوی و.

البغدادي په خپله وینا کې د داعش له خوا د اسلامي دولت جوړېدل وستایل او ویې ویل چې "د یوه مشر ټاکل د مسلمانانو مسوولیت دی چې دا مسوولیت له څو لسیزو راهیسې نه دی ادا شوی."

ابوبکر البغدادي دغه راز زیاته کړه چې ده د خلیفه یا مشرۍ مقام نه غوښته او هغه یې یو "پیټی" وباله.

نوموړي خلکو ته په وینا کې وویل "زه ستاسو مشر یم خو له ستاسو نه ښه نه یم، که تاسو وینئ چې زه په سم یم، ملاتړ مې وکړئ او که تاسو وینئ چې زه ناسم یم، لارښونه راته وکړئ."

ورته مطالب